ډاکټر محمد زبېر حسرت
دَ احمد شاه بابا يو الحاقى غزل
غزل دادے:
ستا دَ عشق لهـ وينو ډک شو ځيګرونه
ستا پهـ لاره کښې بائيلى زلمى سرونه
تاته راشمه زړګے زما فارغ شى
بې لهـ تا مې اندېښنې دَ زړهـ مارونه
کهـ هر څو مې دَ دنيا ملکونه ډېر شى
زما هېر نهـ شى دا ستا ښکلى باغونه
دَ ډهلى تخت هېرومه چې راياد کړم
زما دَ خپلې پښتونخوا دَ غرو سرونه
دَ رقيب دَ ژوند متاع به تار پهـ تار کا
چې پهـ تورو پښتانهـ کا ګذارونه
دَ حميد او دَ فريد دور به بيا شى
چې زهـ وکاندم پهـ هر لورى تاختونه
کهـ تمامه دنيا يو خوا تهـ بل خوا يې
زما خوښ دى ستا خالى تش ډګرونه
احمد شاه به دغه ستا قدر هېر نهـ کا
کهـ ونيسى دَ تمام جهان ملکونه١
پورتنے غزل پهـ وړومبى ځل محترم عبدالحى حبيبى صاحب پهـ خپل تاليف کښې دَ هغوى دَ وطن دَ مينې پهـ جذبه راوړے دے لکه چې يې ليکلى دى:
"احمد شاه بابا پهـ هندوستان حمله کړې، دَ خپل بريالى لښکر سره دَ يو مشهور فاتح پهـ حېث هندوستان کښې ناست دے، دَ دهلى تخت دَ ده دَ قدمونو ښکلولو پهـ طمع دے او دې دلته هم خپل عزيز وطن (کوهستان) نهـ هېروى:
دَ ډهلى تخت هېرومه چې راياد کړم
زما دَ خپلې پښتونخوا دَ غرو سرونه"
بيا ليکى:
"احمد شاه بابا دَ درې زرو بېتونو يو ديوان پرېښے دے. دا ديوان دَ "لوې احمد شاه بابا" پهـ نوم دَ کابل پښتو ټولنې چاپ کړےدے، دې ديوان کښې غزلې، رباعيانې، قطعې او نور قسم اشعار شته".٢
او دې پسې يې هاغه روغ غزل رانقل کړے دے چې پورته وليکلے شهـ.
دَ احمد شاه بابا دَ کلام څهـ حصه لهـ ټولو اول مشهور مستشرق مېجر هنرى جارج راورټى پهـ خپل تاليف ګلشن روه٣ کښې راوړې ده چې پهـ لسو مخونو مشتمله ده او دَ ٢١٢ مخ پورې چې کوم کلام راغلے دے دغه پورتنے غزل پکښې نشته.
محترم حبيبى صاحب چې دَ "لوې احمد شاه بابا"٤ پهـ نامه کوم ديوان چاپ کړے دے پهـ خپله مقدمه کښې ليکى:
"دَ احمد شاه بابا ژوند، ملى ژوندون وهـ، پهـ عېش او تنعم پابند نهـ وهـ ځکه نو دهـ دَ پښتونخوا سپېرهـ غرونه، دَ مفتوحه مملکتونو تر عېش خوښ کړى او هغه وخت چې دَ ډهلى پر تخت کښينى هم يې خپل وطن پهـ ياد وهـ او دَ دغې خاورې پهـ مينه کښې يې خواږهـ اشعار وئيلى دى".٥
او مخکښې ليکى:
"هغه وخت چې احمد شاه بابا دَ ډهلى دَ شاهنشاهۍ پر تخت کښېنوست دَ هغه ښکلى او زېبا ښار پهـ شاهى ماڼيو او باغونو کښې هم دَ دهـ څخه دَ خپل وطن دَ غرو ښائسته او زړهـ وړونکې څوکې هېرې نهـ شوې او داسې يې دَ وطن پهـ مينه کښې ږغ وکې:
دَ ډهلى تخت هېرومه چې راياد کړم
زما دَ خپلې پښتونخوا دَ غرو سرونه"٦
حبيبى صاحب چې دَ کومو درېو نسخو نه دغه ديوان تصحيح او تکميل، چاپ کړے دے دَ هغې نښه پته راکولو کښې يې تفصيل داسې بيانوى:
"دا کتاب لهـ درېو قلمى نسخو څخه تصحيح او تکميل شوے دے ځکه چې دَ احمد شاه بابا پهـ ديوانونو کښې غلط ليکونکيو محررينو لاس وهلى او اکثر اشعار يې ورخراب کړى وو نو لهـ دغو درېو نسخو څخه يې مونږ تصحيح پهـ ښهـ ډول وکړه.
1: هغه نسخه چې ما پهـ سِند ٧ (Sindh) کښې ميندلى ده خوشخط طلاکارى ده، ليکونکے او دَ ليک تاريخ يې نهـ دے ښکاره.
2: هغه نسخه ده چې دَ کابل پښتو ټولنې پهـ کتاب خانه اړه لرى، دا نسخه هم خوشخط طلاکارى ده، مګر ډېرې غلطۍ لرى او ناپوه کاتب مسخ کړې ده.
3: يوه ناقصه نسخه ده چې دَ سرپاڼې نهـ لرى ١١٦ مخه يې شته، پهـ ٦م دَ شوال چهارشنبې سنه ١١٨٦هـ دَ احمد شاه بابا دَ وفات پهـ کال ليکلې شوې ده، دا نسخه صحيحه ده او ډېرې داسې بدلې لرى چې پهـ نورو دوو نسخو کښې نشته، لمړۍ دَ قندهار دَ سدوزو دَ کورنۍ پهـ تصرف کښې وه، اوس دَ قندهار دَ بلديې دَ رياست پهـ ميوزيم اړه لرى (پهـ افغانستان دَ ثور انقلاب او پس ته دَ خانه جنګۍ نه يې اوس پهـ يقين سره څهـ نهـ شو وئيلې چې دا نسخه به چرته وى؟) هغه بدلې چې پهـ دوو يا درېو نسخو کښې وے، بې لهـ کومې اشارې ليکلې شوى دى، اما هغه بدلې چې دَ رياست بلديه لهـ نسخې اخستى شوى دى دَ پاڼې پهـ پاې کښې دَ (ب) پهـ تورى نښه شوى دى او هغه دَ الفاظو اختلافات چې دَ پښتو ټولنې پهـ نسخه کښې شته دَ (پ) پهـ حرف ښوولى شوى دى".٨
دَ احمد شاه بابا مذکوره غزل دغه ديوان "لوې احمد شاه بابا" کښې پهـ ٣٢٠، ٣٢١ مخونو راغلے دے. حبيبى صاحب دَ مطلعې سره دَ حاشيې نښه ورکړې ده او بيا يې پهـ حاشيه ليکلى دى:
"پهـ (ب) او (پ) نسخو کښې نشته".٩
لکه پورته چې دَ حبيبى صاحب لهـ اوږد اقتباسه استفاده وشوه، دا خبره پکښې دَ ډېر اهميت وړ ده چې:
"اما هغه بدلې چې دَ رياست بلديه لهـ نسخې اخستې شوى دى دَ پاڼې پهـ پائې کښې دَ (ب) پهـ تورى نښه شوى دى او هغه دَ الفاظو اختلافات چې دَ پښتو ټولنې پهـ نسخه کښې شته دَ (پ) پهـ حرف ښوولى شوى دى".١٠
او وروستو پهـ حاشيه کښې مذکوره غزل ته دا ليکل چې "دَ (ب) او (پ) نسخو کښې نشته" او دا هم هاغه نسخه ده چې باوجود دَ سر دَ پاڼو دَ شلېدلو يا نشت والى يې حبيبى صاحب "صحيحه نسخه" ګڼى (لکه چې پهـ اوږد اقتباس کښې مو ولُستل) نو بيا دغه غزل دَ کومې نسخې نه اخذ شهـ؟
دَ احمد شاه بابا بل ديوان دَ "ديوان احمد شاه ابدالى" پهـ نامه دَ ښاغلى قاضى هدايت الله صاحب پهـ ترتيب او تدوين (چې پېژندګلو پرې مولانا عبدالقادر (مرحوم) ليکلې ده) دَ پښتو اکېډېمۍ پېښور يونيورسټۍ نه پهـ وړومبى ځل نومبر ١٩٦٣ء کښې چاپ شوے دے. قاضى صاحب پهـ خپله ديباچه (ح) مخ کښې دَ ديوان دَ نوى چاپ پهـ سلسله کښې ليکلى دى:
".....دوه پاتې دَ احمد شهـ ديوانونه وو يو خو ډېر ښکلے زرى نقشونو کښې پهـ نستعليق کښې ليک وهـ او بل ښکلى نسخ کښې. زمونږ دَ نشر و اشاعت پهـ سلسله کښې مونږ دَ دې کتابونو چاپ او تدوين ته توجه کوله، دا دوه قلمى نسخې او يو ديوان مائکرو فلم او بيا دَ عبدالحئ حبيبى شائع کړى يو "ديوان احمد شاه ابدالى" زمونږ دَ دې نوى چاپ بنياد وګرځېدهـ".
ما پهـ خپله دَ پښتو اکېډېمۍ ملکيت دغه دواړه قلمى نسخې دَ "ديوان احمد شاه ابدالى" او دَ مائکرو فلم ديوان دَ پښتو اکېډېمۍ پهـ لائبرېرۍ کښې دَ ښاغلى سرفراز خان مروت (لائبرېرين پښتو اکېډېمۍ) پهـ شکريه لهـ نظره تېر کړهـ. وړومبۍ قلمى نسخه چې دَ اکېډېمۍ دَ لائبرېرۍ پهـ (ق – نمبر٣) پرته ده، خط نسخ کښې ده او دَ ديوان دَ متن دَ شروع نه پهـ اول مخ يې ليکلى شوى دى:
"نمبر٦ کتاب ديوان پشتو کتب خانۀ سرکار ټونک"
پهـ جلد باندې يې ليکلى شوى دى "ديوان دُرِ دوران (نسخ) احمد شاه ابدالى" دَ دې نسخې پهـ صفحاتو پهـ کاپينګ پنسل (اودى خط کښې) چې دَ مغرب ايجاد دے او پېرنګيانو ځان سره راوړے دے، کچه نمبرې لګولے شوى دى. دې نسخه کښې چې دَ مخ ١٨٨ نه مخ ٢١٩ پورې (کچه نمبرو کښې) دَ (ن) دَ پټۍ کوم غزلونه راغلى دى دغه مذکوره غزل نهـ لرى. دغه رنګ دَ مخ ٢٣١ نه مخ ٢٥١ پورې (کچه نمبرو کښې) چې دَ (ه) دَ پټۍ کوم کلام دے پهـ هغې کښې هم مذکوره غزل نشته.
دوېمه قلمى نسخه چې دَ اکېډېمۍ دَ لائبرېرۍ پهـ (ق – نمبر٤) نمبر باندې پرته ده پهـ خط نستعليق کښې ده او دَ ټونک دَ سرکار دَ کتب خانې نه ترلاسه شوې ده او دَ جلد پهـ وروستى مخ يې دَ اردو دا پېراګراف درج دے:
"ديوان احمد شاه ابدال
دُرِ دوران احمد شاه ابدالى کا پشتو اور فارسى منظوم کلام کتاب سنهرى نقش و نگار سے مزين هے، هر غزل کے اخر مين نئ گُلکارى کى گئى هے. يه کتاب رياستِ ټونک کے سرکارى کتب خانه مين ره چکى هے، پشاور کے مشهور خوشنويس گل محمد نے ١١٦٨هـ مين لکها هے". بخط نستعليق (پشتو اکيډيمى)
او پښتو کښې پرې داسې ليکلى شوى دى:
"ديوان احمد شاه ابدالى
پهـ نستعليق خط کښې ګل محمد پشاورى پهـ کال ١١٦٨هـ کښې ليکلے دے. ډېر ښکلے خط او سنهرى نقش و نګار پرې شوے دے".
خو زما لهـ نظره دغه نسخه ډېره نيمګړې ده اخرى صفحې يې کنډمې دى او ځائې پهـ ځائې پکښې چا لُستونکى يا ليکونکى لهـ خپله ځانه لاس وهنې کړى دى. شعرونه يې مسخ کړى دى او خپل يې پرې ليکلى دى يا يې دَ الفاظو تصحيح کړې ده او يا يې وران کړى دى. ځنې ځايونو کښې پهـ حاشيو هم څهـ ليکل شوى دى. دَ دې نسخې پهـ اخرى مخ دَ کاتب لهـ اړخه ليکلى شوى دى:
"از دست فقير پُر تقصير محمد گل متوطن پشاور اميدوار مرحمت بتاريخ بيست و هشتم ماه ذى حجه سنه ١١٦٨ باالخير و الظفر با تمام (رسيد)"
دغه قلمى نسخه هم دَ (ن) او (ه) دَ پټيو پهـ غزلونو کښې مذکوره غزل نهـ لرى.
دَ احمد شاه بابا دَ ديوان درېمه قلمى نسخه پهـ هاغه مائکرو فلم مبنى ده چې دَ برټش ميوزيم پهـ O.R.4495 نمبر ګڼه پرته ده او پهـ دغه مائکرو فلم مبنى نسخه (چې اوس دَ پښتو اکېډېمۍ ملکيت دے) کښې هم مذکوره غزل نشته.
دَ احمد شاه بابا دَ شاعرۍ انتخاب "دَ احمد شاه بابا دَ ديوان غورچاڼ" پهـ هغه قلمى نسخه مبنى دے چې دَ تاشقند دَ ختيځ پېژندنې دَ انستيتيوت پهـ کتب خانه کښې دَ تاشقند دَ خطى کتابونو دَ کټلاګ تر ٢ – ١٥٩٤ لمبر لاندې دَ ښاغلى محمد حامد درانى پهـ خط خوندى ده١٢. ښاغلے م – ابراهيم عطائى پرې پهـ خپله سريزه کښې دَ دې قلمى نسخې دَ زيات ارزښت پهـ حقله داسې ليکلى دى چې:
"دَ دې قلمى نسخې زيات ارزښت دادے چې ليکونکے يې پهـ خپله دَ احمد شاه (بابا) معاصر دے او دا نسخه يې پهـ خپله دَ احمد شاه پهـ ژوند کښې ليکلې ده".١٣
مخکښې ليکى چې:
"..... دا قلمى نسخه پوهاند عبدالشکور رشاد ته ورکړې شوه چې دَ چاپ لپاره يې دَ چاڼ کار وکړى ځکه پوهاند رشاد دَ احمد شاه دَ علمى او ادبى شخصيت پهـ باب دَ ډېرو لويو او اوږدو مطالعاتو خاوند دے. پوهاند رشاد پهـ دې برخه کښې ډېر زيار ووېست څو دا قلمى نسخه و چاپ ته تياره شوه".١٤
"دَ احمد شاه بابا دَ ديوان غورچاڼ" کښې چې دَ (ن) دَ پټۍ کوم اووهـ غزلونه راغلى دى يعنې چاڼ شوى دى پهـ هغې کښې هم دغه مذکوره غزل نشته. کهـ چرې دغه مذکوره غزل دَ "غورچاڼ" پهـ قلمى نسخه کښې وے نو محترم رشاد صاحب چې پهـ قول دَ ښاغلى عطائى "دَ احمد شاه دَ علمى او ادبى شخصيت پهـ باب دَ ډېرو لويو او اوږدو مطالعاتو خاوند دے" به ضرور دغه غزل هم خپل "غورچاڼ" کښې شامل کړے وهـ ځکه چې دا غزل دَ احمد شاه بابا پهـ ديوان کښې لهـ ټولو ښهـ غزل دے.
ښاغلى عطائى پهـ خپله سريزه کښې هغه لس قلمى نسخې هم راښودلى دى چې محترم رشاد صاحب ور پهـ ګته کړى دى........ هغه لس قلمى نسخې دادى:
1: لومړۍ نسخه: دَ لندن پهـ برټش ميوزيم کښې پهـ O.R.4495 ګڼه کښې خوندى ده. نقل کوونکے يې على محمد چار يارى دے.
2: دوهمه نسخه: دَ لندن دَ انډيا افس لائبرېرۍ کښې پهـ ٢٠ ګڼه خوندى ده او سروپاې نهـ لرى.
3: ٤: درېمه او څلورمه نسخه: پهـ منځنى هندوستان کښې دَ ټونک دَ پښتو نوابانو دَ کتب خانى دى. اوس دَ پېښور پهـ اکادمۍ کښې خوندى دى.
5: پنځمه نسخه: دَ کابل دَ خلقو دَ کور پهـ کتاب خانه کښې خوندى ده.
6: ٧: شپږمه او اوومه نسخې: دَ قندهار سليمى (محمد حليم) پهـ شخصى کتاب خانه کښې خوندى دى.
8: اتمه نسخه: دَ قندهار پهـ ميوزيم کښې خوندى ده.
9: نهمه نسخه: دَ پوهاند استاد حبيبى پهـ کتاب خانه کښې خوندى ده.
10: لسمه نسخه: هم دغه نسخه ده چې دا مقدمه پرې ليکلې شوې ده. ١٥
دَ وړومبۍ، درېمې او څلورمې نسخې پهـ باب خو مو ولُستل چې دغو نسخو کښې مذکوره غزل نشته.
پنځمه، اتمه او نهمه نسخې هغه دى چې محترم حبيبى صاحب ترې دَ "لوې احمد شاه بابا" پهـ نامه دَ هغهـ ديوان مرتب کړے دے او لکه چې دَ هغوى پهـ مقدمه کې مو لُستى دى چې پهـ دوو نسخو "دَ کابل دَ خلقو دَ کور پهـ کتاب خانه کښې خوندى نسخه غالباً دَ پښتو ټولنې ملکيت چې ډېرې غلطۍ يې لرلې او ناپوه کاتب مسخ کړې وه، ده او دَ قندهار دَ ميوزيم نسخه هم دغه مذکوره غزل نهـ لرى لکه چې حبيبى صاحب ورته پهـ خپله حاشيه کښې اشاره کړې ده.
لسمه نسخه چې هم دَ "غورچاڼ" نسخه ده او مونږ ولُستل چې دا نسخه هم مذکوره غزل نهـ لرى.
نهمه نسخه چې دَ حبيبى صاحب پهـ ذاتى کتاب خانه کښې خوندى وه هم هاغه نسخه وه چې دَ هغوى پهـ قول يې پهـ سِند (Sindh) کښې موندلې وه او دَ رشاد صاحب دَ وېنا مطاب "پهـ سِند (Sindh) کښې لوې استاد (حبيبى صاحب) ته چا ورکړې وه. غالباً چې دا نسخه هم دَ ټونک دَ نوابانو دَ رياست دَ کتب خانې کومه نسخه وى يا دَ هغو نسخو نه نقل شوے وى چې ذکر يې وړاندې وشهـ او مذکوره غزل نهـ لرى.
پاتې شوې درې نسخې يوه دوهمه چې دَ انډيا افس لائبرېرۍ لندن کښې په ٢٠ ګڼه خوندې ده او دَ هغې نه نهـ محترم حبيبى صاحب استفاده کړې ده او نهـ قاضى هدايت الله مرحوم.
او شپږمه او اوومه نسخې چې دَ قندهار دَ محمد حليم سليمى پهـ ذاتى کتب خانه کښې خوندى دى ولې دې ته هم دغو ښاغليو رسائى نهـ ده کړې او ځکه يې ترې څهـ استفاده هم نهـ ده کړې خو مونږ پهـ يقين سره دا نهـ شو وئيلے چې پهـ دغو نسخو کښې به مذکوره غزل وى کهـ نه؟ خو تر کومې چې دَ افغانستان دَ موجوده حالاتو ائينه زمونږ مخې ته ده نو داسې حالاتو کښې مونږ دا هم نهـ شو وئيلے چې دغه نسخې به محفوظ هم پاتې وى او کهـ نه؟ خو الله دې وکړى چې دغه ملى ورثه زمونږ ائنده نسلونو ته دايمى پاتې شى چې هغوى ترې څهـ استفاده وکړى شى.¶
لهـ دې چې راتېر شو نو دَ دغه مذکوره غزل ځنې شعرونه مونږ پهـ نورو کتابونو او دَ احمد شاه بابا پهـ ديوانونو کښې هم لولو.
دَ ډهلى تخت هېرومه چې راياد کړم
زما دَ خپلې پښتونخوا دَ غرو سرونه
دغه شعر دَ مؤلف ډاکټر ګنډا سنګ پهـ کتاب "درانى احمد شاه"(١٦) کښې چې ترجمه يې ښاغلى سر محقق مرستيال نصرالله سوبمن منګل کړې ده، دَ "درانى احمد شاه" تر عنوانه ليک کښې ښاغلى منګل پهـ وړومبى ځل پهـ ١٧ مخ او بيا پهـ ١٨ مخ يې مذکوره روغ غزل رانقل کړے دے خو وړومبى ځل شعر راوړو سره يې دَ بابا دَ ديوان حواله ورکړې ده نو دَ "ديوان احمد شاه ابدالى" پهـ نوم چې دَ بابا کوم ديوان چاپ شوے دے هغه دَ قاضى هدايت الله صاحب پهـ تدوين او ترتيب سره پښتو اکېډېمۍ پېښور يونيورسټۍ چاپ کړے دے او کهـ نهـ وى نو بيا دغه حواله صحى نهـ برېښى خو دلته غالباً دَ "ديوان" نه مراد دَ "لوې احمد شاه بابا" پهـ نوم دَ حبيبى صاحب ترتيب کړے ديوان وى.
ښاغلى قاضى هدايت الله صاحب هم پهـ خپل ترتيب او تدوين کړى دَ بابا ديوان کښې دَ خپلې مقدمې پهـ (ل) مخ (چې غالباً دَ حبيبى صاحب دَ "پښتانهـ شعراء" يا دَ "لوې احمد شاه بابا" دَ ديوان دَ مقدمې او تبصرې پهـ تاثر کښې ليکلى شوى دى) ليکى چې:
".....احمد شاه ابدالى تورزن او فاتح وهـ خو حرصناک او ظالم نهـ وهـ. مرهټيانو له دَ شکست ورکولو نه پس دهـ ته پهـ ډېره مينه او اخلاص دَ ډيلى تخت وړاندې کړے شهـ. ولې دهـ دَ ډيلى تخت قبول نهـ کړو او خپلې خاورې ته بئيرته راغلو وجه يې غالباً دا وه چې خپل وطن سره دَ احمد شاه ډېره مينه وه ځکه يې پهـ يو شعر کښې وئيلى دى:
دَ ډيلى تخت هېرومه چې راياد کړم
زما دَ خپلې پښتونخوا دَ غرو سرونه"
خو دلته يې دَ حوالې ورکولو زحمت نهـ دے کړے. بل ځائې يې خپله مقدمه کښې پهـ (س، ع) مخونو کښې دې خبرې سره چې:
".....دَ وطن مينه پرې دومره غالبه ده چې دَ ډيلى تخت يې قدمونو ښکلولو ته لېواله دے ولې دې پهـ دغه وخت کښې هم خپل وطن نهـ هېروى".
دَ مذکوره غزل دا دوه شعرونه راوړى دى چې:
"دَ ډيلى تخت هېرومه چې راياد کړم
دا دَ خپلې پښتونخوا دَ غرو سرونه١٧
احمد شاه به دغه ستا قدر هېر نهـ کا
کهـ ونيسى دَ تمام جهان ملکونه"
او دې ته يې پهـ حاشيه کښې "پښتانهـ شعراء" ليکلى دى خو دَ حېرت خبره داده چې بيا ښاغلى قاضى صاحب هم پهـ خپل ترتيب او تدوين کړى دَ "ديوان احمد شاه ابدالى" پهـ متن کښې دغه غزل نهـ دے شامل کړے، باوجود دَ دې چې هغوى دَ کومو قلمى او چاپى نسخو نه استفاده کړې ده پهـ هغې کښې دَ محترم حبيبى صاحب "لوې احمد شاه بابا" (چاپ ديوان) هم شامل دے. دغه رنګ نورو ډېرو معاصرو شاعرانو، اديبانو هم دَ مذکوره غزل ځنې شعرونه يا پوره غزل پهـ خپلو مقالو کښې دَ "پښتانهـ شعراء" يا دَ "لوې احمد شاه بابا" پهـ حواله وخت پهـ وخت رانقل کړے دے خو دلته صرف پهـ دغه دوو کتابونو اکتفا وکړې شوه.
اوس کهـ مونږ دَ دغه پورتنى بحث پهـ تناظر کښې دَ دغه مذکوره غزل دَ مزاج جاج اخلو نو دَ احمد شاه بابا دَ نورې ټولې شاعرۍ پهـ رڼا کښې دا راڅرګندېږى چې دَ مذکوره غزل مزاج او دَ احمد شاه بابا دَ نور کلام مزاج بيخى بدل دے ځکه چې دَ بابا شاعرى دَ موضوع پهـ لحاظ خو دَ کلاسيکى شاعرۍ رنګ لرى ولې دَ کلاسيکى شاعرۍ کوم فنى جوهر چې دَ هغه وخت دَ شاعرۍ پهـ فن کښې لېدے شى هغه دَ بابا پهـ شاعرۍ کښې مفقود دے. ولې دَ کمال خبره بيا دا هم ده چې دَ احمد شاه بابا دَ شاعرۍ کومه ثانوى موضوع ده يعنې دَ وطن سره مينه، هغه پکښې پهـ شدت سره محسوسېږى. دغه رنګ کهـ بيا دَ نورې کلاسيکى شاعرۍ پهـ تناظر کښې مونږ دَ احمد شاه بابا شاعرى ځيرو نو داسې برېښى چې پهـ رڼا ورځ چا ډيوه بله کړې وى.
دې سلسله کښې بله کومه اهمه خبره داده چې دَ احمد شاه بابا دَ زمانې يا دَ هغهـ لهـ دوره را پهـ دېخوا وروستو شاعرانو پهـ خپله شاعرۍ کښې دَ کومو شاعرانو پهـ تذکره کښې دَ احمد شاه بابا نامه دَ کوم شاعر پهـ حېث نهـ ده ياده کړې او نور خو پرېږده چې دَ احمد شاه بابا دَ څنګ او جنګ ملګرے او دَ "شاهانامه ابدالى" مصنف ښاغلى حافظ دَ مرغُز؟ پهـ خپله شاهنامه کښې چرته هم احمد شاه بابا دَ يو شاعر پهـ حېث ذکر قدرې هم نهـ دے کړے او نهـ يې دَ هغوى شاعرۍ ته څهـ خفيفه غُندې اشاره کړې ده.
پهـ قول دَ اقبال:
کهتا هون وهى بات سمجهتا هون جسے حق
نے آبله مسجد هون، نه تهذيب کا فرزند
اپنے بهى خفا مجهـ سے هے، بيگانے بهى ناخوش
مين زهر هلاهل کو کبهى کهه نه سکا قند
(بال جبريل)
حوالى، حاشيې او کتابيات
1: عبدالحئ حبيبى – "پښتانهـ شعراء"(اوله حصه) ٢٤٤، ٢٤٥ مخونه – تلخيص او قوسين محمد اجمل خان خټک.
اداره اشاعت سرحد پېښور ښار ١٩٦٤ء
"پښتانهـ شعراء" – ادبى خدمت، قاسم نبوى (قاسم محمود) پښتو ادبى مرکز سرائې نورنګ بنو – ٧٩، ٨٠ مخونه، ١٩٨٤ء
2: هم دغه اثر – ٢٤٣ مخ
3: مېجر هنرى جارج راورټى – "ګلشن روه" – سريزه او فرهنګ دَ پوهاند عبدالشکور رشاد – اهتمام دَ زلمى هېواد مل. دَ اطلاعاتو او کلتور وزارت – دوېم چاپ ١٣٥٦هـ ش
4: احمد شاه ابدالى – "لوې احمد شاه ابدالى او دَ دهـ وېناوې" – (١) احمد شاه بابا، اديب، شاعر، مصلح، مفکر، (٢) دَ احمد شاه بابا دَ اشعارو ديوان لهـ درېو نسخو څخه مکمل ليک او تصحيح دَ عبدالحئ حبيب – دَ پښتو ټولنې عمومى مدير او دَ مطبوعاتو دَ رياست معاون – کابل – عمومى مطبعه ١٣١٩هـ ش
5: هم دغه اثر – ١٣ مخ
6: هم دغه اثر (مقدمه) ١٦، ١٧ مخونه. دا ياد ساتل پکار دى چې محترم حبيبى صاحب هم پهـ "پښتانهـ شعراء" کښې او هم پهـ "لوې احمد شاه بابا" خپله مقدمه کښې دغه خبرې ډېرې شدت سره کړى دى او هم دېو خبرو له يې ډېر اهميت ورکړے دے.
7: دَ ښاغلى عبدالشکور رشاد دَ وېنا مطابق "لسمه نسخه دَ لوې استاد پوهاند عبدالحئ حبيبى پهـ شخصى کتب خانه کښې وه دا نسخه پهـ سِند (Sindh) کښې لوې استاد ته چا ورکړې وه". "ګلشن روه" – ٩٢ مخ – خو حبيبى صاحب يې څهـ ذريعه نهـ ده ښودلې چې دغه نسخه پهـ سِند (Sindh) کښې چرته او چاسره وه او دوى له څنګه پهـ لاس ورغله. دې سلسله کښې بله اهمه خبره زما دَ معلوماتو تر حده دا هم ده چې حبيبى صاحب يو وار دَ برصغير دَ تقسيم نه وړاندې پټې خزانې پسې کوئټې ته راغلے وهـ او پهـ دوېم ځل دَ برصغير دَ تقسيم نه پس ته دَ اعلىٰ حضرت ظاهر شاه خلاف بغاوت کښې دې خوا رااوړېدلے وهـ او سِند کښې نظر بند وهـ او دغه دوران کښې يې سِند ادبى بورډ له څهـ علمى او تحقيقى کار هم کړے وهـ نو کهـ دَ تقسيم نه وړاندې دَ کوئټې نه سِند ته تللے وهـ نو دَ هغوى پهـ ليکونو کښې به يې څهـ نا څهـ تذکره ضرور وه او پهـ وضاحت سره به يې ليکلى وو او هر کله چې حبيبى صاحب دَ تقسيم نه پس سِند ته تللے وهـ نو لهـ دې وړاندې پهـ ١٣١٩هـ ش کښې "لوې احمد شاه بابا" چاپ شوے هم وهـ ځکه نو دَ دغه نسخې دَ ميندلو خبره هم مشکوکېږى.
8: "لوې احمد شاه بابا" – (ف، ص مخونه)
9: هم دغه اثر – ٣٢٠ مخ
10: هم دغه اثر
11: "دَ احمد شاه بابا دَ ديوان غورچاڼ" – پوهاند عبدالشکور رشاد – دَ پښتو څېړنو نړيوال مرکز – ١٣٥٧
12: هم دغه اثر – سريزه دَ ښاغلى م – ابراهيم عطائى – "دَ محمود خان درانى دَ قلمى نسخې عکسى چاپ" ٢٥ مخ
13: هم دغه اثر – ٢٥ مخ
14: هم دغه اثر – ٢٦ مخ
15: هم دغه اثر – ٢٤ مخ
16: "درانى احمد شاه" – مؤلف ډاکټر ګنډاسنګ – مترجم سر محقق مرستيال نصرالله سوبمن منلګ. دَ افغانستان دَ علومو اکاډېمى ١٣٦٦هـ ش
17: دې مصرع کښې دَ سر ټکى "زما" پهـ ځائې لفظِ "دا" ليکلے شوے دے
او لهـ دې علاوه دوه قلمى نسخې دَ احمد شاه ابدالى ديوان او يو مائکرو فلم نسخه ديوان احمد شاه ابدالى.
خود پرست دَ خپل وجود پهـ تيارهـ ورشى
دَ مستانو لار به خدائې نهـ کا غلطه
(عبدالرحمان بابا)
¶ - وروستو راته دَ محترمو ربنواز مائل او سعيد ګوهر (مرحوم) کشر ورور ښهـ شاعر او اديب ښاغلى محمود اياز وئيلى دى چې تا کومې نسخې يادې کړې وې چې رسائى ورته نهـ ده شوې هغه ما کتلى دى، پهـ هغې کښې هم مذکوره غزل نشته. (حسرت)