غمجنه شپه،سپینه سپوږمې ده،ستا یادونه او زه
یو ،مرور سره ډېر وخت کیږي خوبونه او زه
اوس چې دوۍ نه وي نو خپل ځان راته نیمګړی ښکاري
اوس یو عادت سره د تللي یار غمونه او زه
ولي زما د پردیسۍ د ژوند پوښتنه کوې !
... تنګه کوټه ده ،هري خواته کتابونه او زه
د خاموشۍ په ژبه ټوله شپه خبري کوو
د مسافري لیلی ښکلي تصویرونه او زه
ته مې د میني حوصلې ته دعاګانې کوه
تا ترې نه اخلم یو په جنګ سره وختونه او زه
زما په ژوند کې داسي خاص ګوهره نشته دي څه
د چا د لاس څو نشانې،یو څو شعرونه او زه
19.06.2012
- انعام الله ګوهر
په زړګي مې دي اشنا بلا غمونهتېرومه په خندا بلا غمونهله یوې خوا د دنیا بلا غمونهبلي خوا ته یاره ستا بلا غمونهچې د ژوند په وچو شونډو خندا راشيرانه لري کړې مولا،بلا غمونهستا فراق او زما دا لېونۍ مینهدغه دواړه دې جلا ،بلاغمونهته خو لاړې ستمګرې ! زه به څه کړم !تا خو پرېښول تر شا ،بلا غمونهد بې غمه یار له لاسه اې ګوهره !ما لیدلي دي بلا بلا غمونهانعام الله ګوهر...
23.06.2012
- انعام الله ګوهر
داښکلي قسم دی چې خپلیږي نه بیا هم د سړي زړه ترې صبریږي نه چا چې زه پرېښی یم ،مودې وشوې هیڅ رانه هېریږي نه ،هېریږي نه...