داښکلي قسم دی چې خپلیږي نه
بیا هم د سړي زړه ترې صبریږي نه
چا چې زه پرېښی یم ،مودې وشوې
هیڅ رانه هېریږي نه ،هېریږي نه
بس یوه خولګۍ مې ترې نه واخیسته
... ښکلی مرور شو اوس غږیږي نه
بې له تا انګار دی ژوند،عذاب دی ژوند
زه یې تېرومه خو تېریږي نه
زړه د دې ظالمې زمانې ،خدایګو
هیڅ په مونږ دردیږي نه،خوږیږي نه
څومره حادثې زمونږ په ژوند کې دي
ځي پسي،راځي پسي،ختمیږي نه
تا چې ګوهر پرېښودو حیران یمه
څنګه دی ژوندی ،څنګه مړ کیږي نه