په زړګي مې دي اشنا بلا غمونه
تېرومه په خندا بلا غمونه
له یوې خوا د دنیا بلا غمونه
بلي خوا ته یاره ستا بلا غمونه
چې د ژوند په وچو شونډو خندا راشي
رانه لري کړې مولا،بلا غمونه
ستا فراق او زما دا لېونۍ مینه
دغه دواړه دې جلا ،بلاغمونه
ته خو لاړې ستمګرې ! زه به څه کړم !
تا خو پرېښول تر شا ،بلا غمونه
د بې غمه یار له لاسه اې ګوهره !
ما لیدلي دي بلا بلا غمونه

انعام الله ګوهر