غزل
اې مه کوه زمونږ په ارمانونو باندي لوبي
جانانه ناروا داسي په زړونو باندي لوبي
دا ستا په ګلافي مخ باندي یاره خولې راغلې
که پرخه د سبا کړي په ګلونو باندي لوبي
د خپل ژوند پروا نه لري چي مینه کي صادق وي
کوي لکه پتنګ په سرو اورونو باندي لوبي
یو څو کسان له ژوند او محبته منکر شوي
کوي د انسانانو په مرګونو باندي لوبي
ګوهره دروغجنه ته بې غمه مین نه یې
چی مینه کړي هغه کړي په سرونو باندي لوبي
انعام الله ګوهر