ته پریږده چي بې غمه شم ویده لکه ماشوم
جانانه لږ د ستا په زنګانه لکه ماشوم
تا چي د فراق درنې څپیړې په مخ راکړې
ژړیږي په سلګو سلګو مي زړه لکه ماشوم
ستا د خوږو سرو شونډو خوږو پسي ژړیږم
جانانه ستا یارۍ کي شومه زه لکه ماشوم
هر کله چي تاته مخامخ شمه لالیه
شرمیږي او غورځیږي مي دا زړه لکه ماشوم
راشه راپخلا شه او بیا ټینګه غیږه راکړه
خفه یې داسي هر وختي په څه لکه ماشوم
بله ورځ به خیر دی په رضا باندي خوله درکړم
ګوهره یاره ضد مه کوه ته لکه ماشوم
انعام الله ګوهر

 

نجیب اکرامي ،انعام الله ګوهر