زمامينه شهيده شوه ناول اوومه برخه
ليکوال او رالیږونکی:شکورالرحمن حميدي حيدرخيل 

وړانګه کور ته لاړه زه د باندې راووتم، د لمانځه لپاره مې اودس وکړ ، د سهار لمونځ مې چې وکړ کور ته لاړم تر اوسه پورې ما زړه نه وو کړى چې په يواځې توګه د زه د ترور کور ته داخل شم، دا زما لومړى ځل وو ،کله چې انګړ ته ورسېدم ترور مې راباندې غږ کړ ، حميده زويه ښه ده چې په خپله راغلې، کني ما وړانګه درلېږله چې درته ووايي چې د چاى څښلو لپاره کور ته راشه، ما وويل خير اوسې ترورې، ترور مې راته وويل ته کوټې ته درځه ماته غړکه لږه پاتې ده هغه زګوم زه هم درځم ،کله چې کوټې ته لاړم د کوټې په کونج کې وړانګه غلي ناسته وه ،
سر يې د دواړو ځنګنو په منځ کې ايښی وو، زما په ورتګ هيڅ خبره هم نه شوه، زه کښېناستم په قراره ټوخى مې وکړ ،وړانګې سر راپورته کړ په سپينو ګلابي اننګيو يې د اوښکو څاڅکي داسې ښکارېدل لکه د ګلاب په پاڼو چې شبنم پروت وي، ما ته سمدستي هغه بيتونه راپه ياد شول چې :


د چنار غوندې شباب لري جنانه
ښکلى مخ لکه افتاب لرې جــــــــــنانه
شنه خالونه د شبنم غوندې پرې ښکاري
انانګي لکه ګلاب لرې جنانه
حميدي په کې سبق د مينې وايي ښکلى مخ لکه کتاب لرې جـــــــــــــــنانه
.
د وړانګې مخ راته د دنيا پرمخ له هر څه ښائسته ‌ؤ، وړانګه يې نوم وو ريښتيا چې وړانګه وه ، ورته ومې ويل چې وړانګې ولې ژاړې خير خو دى څه در باندې شوي دي؟ وړانګې ځواب راکړ جانه پخپله ښه پوهېږې پوښتنې ته څه ضرورت دى، ما ورته وويل چې وړانګې زه پوهېږم چې زما بيلتون ستا لپاره ډېر سخت دى، خو دنيا په اميد خوړى کيږي زه دا اميد لرم چې ته به زما وې، زه به بېرته راځم او تا به په سره ډولۍ کې کورته وړم ،
وړانګې يو سوړ اسويلی وکړ، او وويل چې جانه يا دې راغلى نه واي يا چې راغلې داسې زر دې نه تلى ،موږ لا خبرې کولې چې د وړانګې مور راغله وړانګې ځان سره راټول کړ پلاتۍ يې ووهلې ،موږ لا چاى څښلو ته ناست وو چې زاهد راغى ،په وړانګه يې غږ کړچې زما او د حميد جامې او بکسونه برابر کړي، د زاهد دې خبرې سخت زور راکړ خداى خبر چې وړانګې ته به يې څومره زور ورکړى وي چې په خپل لاس ورته بکسونه او جامې تياروم او حميد به نن بيلتون رانه د پيښور په لور وړي ،
کله مو چې چاى وڅښلو زاهد غږ کړ وړانګې وه وړانګې څنګه جامې او بکسونه دې تيار کړل کنه ؟ وړانګې په قراره وويل چې هر څه تيار دي، موږ هم بسم الله کړه ما او زاهد له ترور او سيماڅخه رخصت راوخيست، وړانګه نه معلومېده ډير په خفه او په نه زړه د وړانګې له کوره روان شوو، زاهد ډېر تيز روان وو ،ما چې هر څومره کوښښ وکړ چې ځان په زاهد پسې ورسوم خو ونه توانيدم ،يو ځلې مې شا ته مخ واړاوه نه ګورم چې د کور په وړه دروازه کې وړانګه ولاړه ده ،
ما چې څنګه مخ واړاوه هغې راته لاس پورته کړ زړه مې نور هم راډک شو پښو مې دا اجازه نه راکوله چې نور وړاندې لاړ شم ،خو مجبور وم زاهد څو وارې راباندې غږ کړ حميده پښو ته دې لږ زور ورکړه ناوخته کيږي، کله چې پاخه سړک ته ورسېدو په موټر کې کښېناستو د وړانګې کلي ته مې مخ راواړوه موټر حرکت وکړ او د وړانګې کلى په شنو ونو کې پټ شو .
بازار ته چې راورسېدو د سرحدي په موټرو کې سپاره شوو د سرحد په لورې مو حرکت وکړ، دا ځل راته تګ ډېر ګران وو په هيڅ ډول مې زړه نه غوښتل چې لاړ شم په ټوله لاره کې په دې سوچونو او فکرون کې وم چې بيا به کله بيرته راځم، زه چې بيرته راشم وړانګه به بيا ووينم کنه ،هسې نه چې زه بيرته راځم هغه يې چاته ورکړې وي، شيطان به رنګ رنګ خبرې راته کولې، زه په دې کشماکش کې وم چې بونډرۍ (سرحد) ته راورسېدو له موټره راښکته شوو.
د افغانستان او پاکستان په ګډه پوله کې مو په پښو مزل وکړ کله چې د پاکستان ملېشې ته ورسېدو تلاشي اخيستل کيده د کوم چا سره به چې شناختي کارډ نه وو هغې ته به يې زيات تکليف جوړاوه ترڅو دې ته مجبور شي چې يو څو پيسې ورکړي او خوله يې ورخوږه کړي ، زمونږ نه هم تلاشي واخيستل شوه شناختي کارډونه مو ورښکاره کړل او روان شوو.
کله چې له سرحده راواوښتو زاهد وويل چې سيدا به د پيښور په موټرو کې لاړ شو د کوزېدو څخه به خلاص شو، ما وويل سمه ده چې څنګه دې خوښه وي د پيښور په موټر کې سپاره شو او حرکت مو وکړ، له ډير مزل څخه وروسته کله مې چې سترګې پرانيستې موټر په پيښور کې د ټل اډې ته نږدې شوى وو، په پيښور کې د ټل په اډه کې له موټره راښکته شوو، ما وويل که زندان ته يې راوړم زړه مې ډېر خفه شو، مخ په وړاندې مو د خپلې کمرې په لور حرکت وکړ
کله چې خپلې کمرې ته ورسېدو زه د ارام لپاره لږ پرېوتم، د غرمې ډوډۍ وخت وو، زاهد د ډوډۍ راوړلو لپاره بازار ته کوز شو، ما مې خپل موبايل راواخيست چې سيم کارت په کې واچوم ، سيم کارت مې په کې واچوه ما چې موبايل چلند کړ زړه مې وار نه کاوه زړه مې غوښتل چې هم دا اوس وړانګې ته ټيليفون وکړم او له وړانګې سره خبرې وکړم خو چې د مبايل يونټې مې وليدې په موبايل کې مې يونټې نه وې ،سمدستې راپورته شوم غوښتل مې چې خپله کمره بنده کړم او د مبايل لپاره کارډ واخلم ،خو بيا مې له ځانه سره وويل که زاهد راشي دروازه بنده وويني وايي به چې حميد کومې خوا لاړو په نه زړه په کوټه کې بيرته کښېناستم ،
زړه مې هيڅ ارام نه کاوه د وړانګې خبرو به مې په مغزو کې انګازې کولې چې ماته يې په روستۍ شپه کړې وې، زه دومره بې فکره او بې سوچه ناست وم چې زاهد کمرې ته راغلى هم وو خو زما دومره پام هغه ته نه وو شوى، زاهد هر څه تيار کړي وو، را باندې غږيې کړ حميده وا حميده ! دومره فکرونه چې وهې ځان به هم سپين ږيرې کړې او ما هم دا دنيا غمونه دي پرېږده يې ،
ما وويل زاهده يو خو ته .......
زه چې هسې لږ ارام غوندې غلی کښېنم ته راته وايې چې بيا په کومو فکرونو کې تللى يې، زاهد وويل چې راځه ډوډۍ اوخوره ډېرې خبرې پرېږده، په نه زړه پاڅېدم لاسونه مې ووينځل ډوډۍ ته په نه زړه کښېناستم يو دوه خوشنده ډوډۍ مې اوخوړه نور پاڅېدم، زاهد وويل ولې دومره زر پاڅېدې؟ ما وويل بس ده هم دومره نور مې زړه ته نه کيږي، زاهد چې ډوډۍ اوخوړه لوښي ېې ټول کړل زما خواته راغی راته يې وويل حميده که د پيسو خبره وي دا دي پيسې خو تا هم له ځانه سره راوړې او ما هم ولې دومره زيات خفه يې؟
کومه خبره خامخا شته چې ته يې له ما پټوې، ما وويل چې زاهده هيڅ خبره نشته د لارې مزل ستړی کړى يم ځکه داسې بې خونده او چرتي درته معلومېږم، له دې وروسته چې ما خپل کار کاوه زما هر يو کار ته به زاهد ښه متوجه وو داسې به يې څارلم لکه په يوه استخباراتي شبکه کې چې يو چاته دنده وسپارل شي چې دغه سړى به ستا ترڅارنې لاندې وي ګوره چې له چا سره کښېني او له چا سره خوراک او څښاک کوي، زاهد زه هم داسې له څارنې لاندې نيولى وم .



اووم څـپرکی

زمارنګ به له يوې ورځې نه بلې ته بدلون کوه، له يوې خوا د امتحان شپې او ورځې را نږدې شوې وې، له بلې خوا مې د وړانګې يادونو زړګی تخناوه زما په رنګ کې دومره ادلون ، بدلون راغلى وو چې زاهد راباندې د چرسي ګمان وکړ، يو ورځ زه د باندې راووتم زړه مې ډير خفه وو په سړک باندې تلونکو موټرو کې مې سترګې ګنډلې وې کله کله به مې مخ خپلې کمرې کړکۍ په لور واړاوه ومې ليدو چې زاهد په ډېره بيړه زما په بستره اخته دى، لومړۍ يې د سر بالښت پورته کړ بيا يې کېښود وروسته يې ټوله بستره پورته کړه خو چې څه يې پيدا نکړه بيرته يې کېښود،
کله کله به يې د دروازې په لوري هم مخ راواړاوه، بيا زما د المارۍ په لور لاړ زما د جامو بکس يې راکوز کړ څټ په مخ يې ښه تلاشي کړ خو څه په لاس ورنغلل، بيرته يې بکس په خپل ځاى کېښود وروسته په خپل ځاى قرار کښېناستو، زه هم د باندې په ولاړي ستړی شوم کمرې ته راغلم د خپلې المارۍ په لورې لاړم چې کتابونه راواخلم لږ يې مطالعه کړم،
زاهد په يوه سترګه ما ګوري په بله کتاب، ما هم د کتابونو المارى نه يو کتاب راواخيست او د هغې په لوستلو مې شروع وکړه يو څو پاڼې مې چې ولوستې نور مې ورته زړه تنګ شو کتاب مې بند کړ بيرته مې په المارۍ کې کيښود ،خپل د جامو بکس مې راواخيست جامې مې ترې راويستې ټولو جامو ته مې يو يو څنډ ورکړ، وروستي جوړ کالي او جامې مې چې راواخيستې څنګه مې چې څنډ ورکړ د څنډلو سره سم يو کاغذ ترېنه لاندې وغورځيدو ،
خو ما هم فکر ورته ونه کړ جامې مې ميخ ته کيړۍ کړې بيرته د بکس په لور راغلم په کاغذ مې يو ځل بيا سترګې ولږېدې کله چې ښۀ ورته ځير شوم د کاغذ په سر په پنسل ليکل شوي وو ، ( جانه زه له تا سره مينه لرم )کله مې چې په کاغذ دغه جمله وليده زړه مې په درزېدو شو لاسونه او پښې مې مړه شول دومره وس را کې نه وو چې کاغذ مې راخيستی واى ما چې کله راخيستو يو ځل به مې زاهد ته وکتل هسې نه چې زاهد مې وويني بيا به مې په قراره د ليک په لور لاس وغزوو
د زاهد هم اوس راته پام شوى وو هر څومره خواري مې چې اوکړه ليک په پټه راواخلم خو ونه توانېدم ما به چې په ليک باندې ليکلي جملې ته وکتل چې پرې ليکل شوي وو( جانه زه له تاسره مينه لرم ) له سترګو به مې ليک ورک شو د ليک په ځاى به راته وړانګه سترګو سترګو ته کېده ځکه خو مې زړه نه شو کوى چې ليک راواخلم فکر مې ډېر خراب وو زاهد راباندې غږ کړ حميده! څنګه داسې غلى ناست يې لکه غل ژر ژر دې کالي سم کړه د امتحانو شپې او ورځې دي، د زاهد خبره نه وه سم د ټوپک ډز وو ريښتيا وه چې زه دې غلا لپاره ناست وم ،
ما ريښتيا غلا کوله ما دليک غلا، د هغه ليک غلا چې ما په خپل بکس کې راوړى وو اوس رانه غورځيدلى وو خو د ليک پورته کول راته ديوې لويې غلا څخه هم ډير لوى کار وو خو دا غلا ما په داسې وخت کې وکړه چې د زاهد راباندې پام شو ، ډېره لويه غلا افسوس چې په پټه مې کړې وآی چې زاهد نه واى ليدلى زه زاهد وليدم راته يې وويل څنګه ليک ته په رډو ، رډو ګورې زاهد را ټيټ شو چې ليک راواخلي خو ما يې ليک د لاس څخه دومره په زوره کش کړ نږدې وه چې ليک مې پرې کړى واى، زاهد هم حيران وو چې په حميد څه وشول،
په حميد څه شوي، دا دې څه ليک دى، ولى يې دومره په زوره زما د لاسه څخه کش کړ، حميد له ما نه څه پټوي، ليک مې په جيب کې کېښود زاهد همداسې په رډو ، رډو راته کتل زاهد راته وويل حميده ته کوم څه له مانه پټوې ماته نه وايې خپل غم د زما سره شريک کړه که وس مې وي زه به درسره مرسته وکړم که زما سر دې په کار وي هم زه به يې له تا ونه سپموم ما زاهد ته هيڅ ځواب ورنکړ د ورځې لمن ټوله شوه د شپې لمن وغوړېده.


ګرانواوقدرمندوليکوالانو،شاعرانو،اود ادب دباغ ګلانولومړى خومې سلامونه اونيکې هيلي ومنى وروسته له سلامه که زماپه ناول ليکنه کې کومه نيمګړتياوې تاسوپه ګوته کړي وي نودمهربانى اولطف له مخې له ماسره په لاندې بريښناليک اوتليفون شميره له ماسره اړيکه نيولى شى ځکه دازمالومړنى ناول دى چې ليکم يې که نيمګړتياوې راته په ګوته کړى زيات به خوشم