زمامينه شهيده شوه ناول
شپږمه برخه
ليکوال او رالیږونکی: شکورالرحمن حميدي خوست

شپږم څپرکی


دا درې ورځې ډېرې په سختۍ راباندې تېرې شوې دقيقه په دقيقه به مې ساعت ته کتل چې اوس به مې مور راځي اوس به راځي، له بله پلوه دا درې ورځې مې وړانګه هم نه وه ليدلې، که د غرمې يا د ماخستن دې ډوډۍ وخت به شو زاهد به راته وويل چې راځه ډوډۍ به کور کې اوخورو، بيا به حجرې ته راشو، ما به ورته وويل چې نه همدلته ښه يم ،کور ته ځکه نه تلم، ما به دا فکر کاوه چې په ما ټوله کورنۍ خبره ده چې زه له وړانګې سره مينه کوم ،
سړي ته ځان داسې معلوميږي چې ټول راباندې خبر دي، ټول ماته ګوري، په همدې وجه به زه کور ته د ډوډۍ خوراک لپاره نه تلم، په څلورم سهار مې مور کوچنۍ خور او ورور راغلل ، مور او خور مې کور ته تللي وو، ورور مې سمدستي حجرې ته راغلو، کله يې چې په ما سترګې ولږېدې، غږ يې کړ حميده ! حميده ! دواړه يو بل ته ور تر غاړې وتو ،تر ډېره مې ورور په غيږ کې نيولى وو په ژړا ، ژړا کې يې راته ووېل ولې حميده،دومره، دومره خو به دې زه خبر کړى واي چې پيښور ته په زده کړو پسې ځم ! ولى ؟ ولى؟ اخيرولې؟
داسې خو څوک نه کوي ،مونږ څومره ايخوا ديخوا پوښتنې درپسې وکړې، مور او کوچنۍ خور خو دومره خفه وې چې داسې ورځ به نه وه چې دوى به سترګې سرې نه وې اچولې،
ورور مې اوس لږ ارام غوندې ښکاريده، د زاهد سترګو کې هم اوښکې راغلى وې ،خو زاهد ماته په برګو برګو کتل شايد چې غصه ورغلي وي، ما دا ګمان وکړ چې ويل به يې تا که مور او پلار وروڼه نه شول خبرولى ما ته خو به دې دومره ويلي واي ، اوس به دې نه مور دومره خفه وه او نه وروڼه، زاهد وويل راځئ کور ته هلته به دې مور او خور انتظار کوي،
زه چې کور ته د ننه شوم، مور مې وليده، بې اختياره يې له خولې غږ راغی حميده ،زما حميده زويه ! زه يې په غيږ کې ونيوم ،ترډېره يي په غيږ کې نيولى وم ،په مخ او تندي ښه ښکل کړم لږه به غلې شوه، بيا به يې په ژړا پيل وکړ زما حميده زويه ! ما په ناز، ناز رالوي کړيه زويه !ولې دې له ځانه د انځر ګل جوړ کړى دى ،ولى دې کور راته خوشى کړ،
زه دې يواځې پيغورونوته پرېښودم، ما هم سر د مور په سينه ايښی وو د مور سينه مې په اوښکو لنده او خشته اچولې وه کله چې د مورله غيږې خلاص شوم ،کوچنۍ خور بې اختياره غيږې ته راولوېده، د خور په سر لاس راتېر کړ ورته مې وويل خورې اوس خو دلته يم اوس ولې ژاړې؟ موږ تر ډېره يو بل سره خبرې کولې، ما ورته ټوله کيسه د خوست نه د تګ پيښور ته او هلته ځان په ښوونځي کې شاملول د زاهد سره اوښتل له سره تر پايه ټوله ورته وکړه ،
مور مې هم کيسه راته وکړه چې مونږ په تاپسې څومره خفه وو، ستا په سر زه څومره راټل کېدم هر چا به له مانه سترګې باسلې چې زوي د نازولو اوس يې ګوره چې دومره به درته وکري چې په ريبلو به يې ستړې شې ،مور مې نن ډېره خوشاله وه څنګه چې مور ته پېغورونه ورکول کېدل چې زوی دې په لوپرۍ پسې تللى هغسې نه وه زه يې يو متعلم وليدم ، زه يې يو زده کوونکى وليدم ،ما او مور چې خبرې کولې وړانګه هم ولاړه وه دا درې څلور ورځې کېږي چې مې وړانګه نه وه ليدلې زما او د مور د کيسې په اورېدو د وړانګې په سترګو کې څو ، څو ځله اوښکې راغلې، بيا به يې پاکې کړې نن مې د مور په راتګ سره وړانګه يو ځل بيا وليده ،
تر ډېره يې په سترګو کې ګيله کوله چې د ډوډۍ دخوراک لپاره ولې کور ته نه راځې، زه او وړانګه په سترګو ، سترګو کې سره پوه شو، ورور خو مې په همغه ورځ کور ته لاړو مور او کوچنۍ خور مې تراوسه همدلته وو، په پنځمه ورځ مې ورور بيرته راغی زه زاهد او څو نور ملګري سره ناست وو، چې ورور مې حجرې ته را داخل شو، له سلام او ستړي مشي څخه وروسته يې زه د باندې اوغوښتم د باندې چې لاړم ورور مې يو څو روپۍ راکړې ډېرې خبرې او ډير نصيحتونه يې راته اوکړل په خپلو خبرو کې به کله کله په ژړا هم شو ورور مې د خبرو په پاى کې وويل: چې زه راغلى يم چې مور او خور مې بوځم هسې نه چې په کور کې را باندې شکمن شي تر مازديګره ورځ ډېره ښه وه خو کله مې چې ورور او کوچنۍ خور ته رخصت ورکړ د دواړو له سترګو نه بې اختياره اوښکې راغلې، زما هم زړه ډک ، ډک کيده ورور ته ورتر غاړې وتم، تر ډېره مو يو او بل په زړونو پورې ټينګ نيولي وو،
کوچنۍ خور مې پر دواړه مخه ښکل کړه، يواځې د مور رخصت مې پاتې وو مورمې تر اوسه له کوره نه وه راوتلى يو ځل مې له ځانه سره وويل چې له موره پټ شه ،بيا مې له ځان سره وويل چې مرګی لنډ دى خداى خبر بيا چې راځم مور به مې مړه وي که ژوندى، يا کيداى شي له موره زه مخکې شم مرګی زوړ او ځوان نه ګوري ،کيداى شي چې پيښور ته ځم په لاره کې موټر راپسې ټکر شي ،زه لا په همدې فکرونو او سوچونو کې وم چې د دروازې غږ پورته شو ،کله مې چې سترګې پورته کړې مور ترور او دواړه ترور زۍ، مې په دروازه کې ولاړې وې مور مې راوړاندې شوه راته يې وويل چې زويه زړه خو مې نه کيږي خو څه وکړم ، مجبوره يم چې لاړه شم کني ، کني
مور مې په ژړا شوه کني ،زه به تر هغې همدلته واي، ترڅو چې ستا رخصتي پوره شوي نه واي مور مې چې کله رخصت راځينې اخيست ،راته يې وويل زويه په خير سره لاړ شې په خير سره بيرته راشې ،کله چې بيرته راځې له پوهنتونه فارغ وې زه به څومره خوشاله شم چې دادى زوی مې له پوهنتونه فارغ شو په کور کې به په جګو سترګو ګرځم وايم به چې تاسو خو ماته ويل چې زوي د په لوپرۍ پسې تللى کله چې راځي دومره به يې درته کرلي وي چې په ريبلو به يې ستړې شې،
کله چې مور رخصت راځينې واخيست دا لنډۍ یې راته وويلې
ارمان ، ارمان تېره ساعته !!
راستون به نشي که ملنګ در پسې شــــمه

بيلتونه ښيرې به درته نکړم
واړه دې مړه شه لوي دې اوغواړه خيرونه

بيلتونه څومره زوره ور يې
چې پښـتانه دې لر او بر ويشلي دينه

حميده ستا په بيلتانه کې
په کليو ګرځم ځمکه ځاى نه راکوينه

مور مې چې لنډۍ ويلې له هرې لنډۍ سره به يې وړې ، وړې سلګۍ له خولې راتلې په ولاړو کسانو کې يو هم بې ژړا پاتې نه شو، ډېره سخته شيبه وه د مور ، ورور او کوچنۍ خور څخه جدايي دوى مې رخصت کړل او لاړل ،
شپې او ورځې تېرېدې وړانګې سره مې اوس مينه دومره زياته شوي وه چې زړه مې په مرګي هم نه غوښتل چې له هغې څخه جدا شي ،د ورځو په تېرېدو سره هغه شپه هم راغله چې د هغې شپې پر سبا زه د وړانګې او وړانګه به زما له سترګو پناه شي، د شپې اته بجې وې، زه او زاهد په حجره کې سره ناست وو د زاهد موبايل ته زنګ راغی، له سلام او جوړ تازه څخه وروسته يې زاهد ته وويل چې کولى شې زمونږه حجرې ته راشې ګپ شپ به اوولو سبا سهار به وختي د خپل کور په لوري ځې ،زاهد هم ورسره اومنله زاهد ماته هم ټينګ شو چې ته هم راسره لاړ شه خو ما ونه منله ،زاهد چې کله تلو راته يې وويل چې د ډوډۍ خوراک لپاره بيا کور ته لاړ شه ،
ما ورته وويل چې سمه ده، ته ورځه زما غم مه کوه ،زاهد لاړو زه په حجره کې يواځې پاتې شوم ،د ماخستن اته نيمې بجې وې چې وړانګې ډوډۍ راوړه، د نورو شپو به چې وړانګې ډوډۍ راوړه او غږ به يې وکړ چې زاهده! زاهده وروره! ډوډۍ مې راوړه، زاهد به دروازې ته ورغی ،او ډوډۍ به يې د وړانګې له لاسه واخيسته ،خو نن شپه چې وړانګې ډوډۍ راوړه د حجرې د دروازې مخې ته يې يواځې زما چپلکې وليدې ،بې له دې چې غږ وکړي په بيړه راغله ،
په يو لاس کې يې پتنوس ،په بل لاس کې ورسره د پيو جام وو او په تخرګ کې يې د ډوډۍ دسترخوان وو، کله يې چې ډوډۍ او دسترخوان کېښودل ،راته يې وويل چې زاهد چيرې دى؟ ما ورته وويل چې هغه دې ګونډيانو کره تللى شپه يې همغلته ده سبا سهار راځي ،وړاڼګې ايخوا ديخوا وکتل په بيړه يې وويل شکر خدايه چې تللى، زه د شپې په لس نيمو بجو راځم چې د حجرې لويه دروازه بنده نه کړې، ما ورته وويل چې سمه ده،
خو ګوره چې راځې ډېر خيال به ساتې هسې نه چې زاهد هلته شپه کول خوښ نه شي او د شپې رانشي، وړانګې وويل چې سمه ده، وړانګه لاړه ما ډوډۍ ځانته ګوښي اوخوړه ،د ډوډۍ خوړلو څخه وروسته اودس او لمونځ مې وکړ په حجره کې کښېناستم د ځان سره مې ډېر سوالونه وکړل چې خدايه زاهد خو را مه ولې ،زه په انتظار ناست وم چې د يوې دقيقې څخه راته يو ساعت ،او د يو ساعت څخه راته پوره ورځ جوړه وه ،
ما ويل چې کله به لس نيمې بجې کيږي، زما د ساعت ستن لا سمه لس بجو ته نه وه نږدې شوي چې د حجرې د دروازې اواز مې تر غوږو شو زړه مې ډېر خفه شو ما ويل که زاهد راغی، ځکه چې ما ويل چې وړانګه په لس نيمو بجو راځي لا خو اوس لس بجې هم نه دي، يو دوه ملټه د انتظار څخه وروسته وړانګه د حجرې کوټې ته راد ننه شوه ،چپلکې يې په لاس کې نيولي وې، دروازه يې بنده کړه چپلکې يې د دروازې خواته کيښودې،
ما ورته وويل چې څنګه دومره وخته راغلې تاخو لس نيمې بجې ښودلې وې، وړانګې وويل چې نور مې انتظار نه شو کولى، ما ورته وويل چې ماته هم د يو ملټ څخه پوره يو ساعت جوړ شوى وو ريښتيا چې انتظار ډير سخت وي ، ما او وړانګې ډېرې خبرې وکړې وړانګې د خبرو لومړى شروع د ګيلو نه وه چې ماته يې وويل چې ظالمه ستا زړه د غوښې دى او که دکوم بل شي څخه جوړ دى؟ ما ورته وويل چې ولې؟ وړانګې وويل په دومره شپو کې يو ځلې کور ته رانغلې يوه ورځ خو به دې ډوډۍ خوراک ته زما لپاره هم کور ته راغلى واي ،
ما ورته وويل وړانګې د پښتنو وطن دى هسې نه چې زما او ستا په مينه څوک خبر شي خداى دې نه کړي داسې نه چې تا ته بيا کوم مشکل پيدا شي، وړانګې وويل چې جانه تر کومه به زما او ستا مينه پټه وي چې خبريږي خبر دې شي، نور به څه مشکل راته جوړ شي وبه مې وژني نور به څه وکړي جانه ستا په مينه کې چې مړه شم هم نه يم مړه، ما ورته وويل چې وړانګې خداى دې هيڅکه هم داسې ورځ رانه ولي چې ته مړه وې او زه ژوندى، زه او وړانګه لا په خبرو بوخت وو چې د حجرې د دروازې ګړب شو، زما د وړانګې وار پار خطا شو،
په حجره کې د ننه يو کټ ايښودل شوى وو چې په هغې کې بسترې سپنجونه کيښودل شوي ول وړانګې ته مې وويل چې بيړه کوه د کټ لاندې پټه شه ،وړانګې هم وار خطا نه کړ سمدستي د کټ لاندې پټه شوه ساه يې ډوبه ، ډوبه کېده په کټ باندې ريجايي هواره وه ،وړانګې چې هر څومره کوښښ وکړ چې ريجايي لږه ځمکې ته را کش کړي خو وس يې ونه رسېده، ځکه چې په کټ کې زياتې بسترې ايښودل شوي وې زه هم ورغلم وړانګه د کټ لاندې وه ريجايي ته يې زور ورکاوه ،
ما له پاسه بالاخره ريجايي مو لږه ځمکې ته راکش کړه، زه په کونج کې غلى کښيناستم لکه سوالګر وړانګې يو ځل بيا د کټ لاندې څخه غلى سر رابهر کړ په بيړه يې خپلې چپلکې راوخيستې او سر يې بيرته د کټ لاندې کړ ،نوره د کټ لاندې وړانګه هم ستړي شوې وه زړه يې خولې ته راغلى وو له يوې خوا ډار وو له بلې خوا د کټ لاندې وه زړه يې ډير خفه وو ماته يې په ورور راغږ کړ چې څوک دي ماورته وويل
تراوسه خو څوک نشته پته يې نه لږي،
صبر وکړه چې زه يې اوګورم چې دا څوک دى او څنګه وځنډيده، کله چې د باندې ووتم د لوېې دروازې په خوا کې سپی ولاړ دى سپى کله يوې خوا شي او کله بلې خوا خو تلى نه شي، ما له ځانه سره وويل کيداى شي د باندې څوک ولاړ وي د سپې له ډاره به حجرې ته راتلى نه شي، خو چې کله ښه ورته زير شوم د سپي په غاړه کې ځنځير وو هغه ځنځير يې په وره کې کلک نښتی وو ،خداى شته چې ښه غصه هم راغله غلى ورغلم د سپي ځنځير مې له دروازې څخه خلاص کړ، سپی هم دومره تيز لاړ لکه د جيل څخه چې خلاص شوى وي ، دروازه مې بنده کړه ما ويل که زاهد را هم شي دروازه چې بنده وويني کيداى شي چې بيرته خپلو ملګرو ته ورشي
د حجرې په لوري چې راغلم حجرې ته دننه شوم وړانګه لا همغسې د کټ لاندې پټه وه ورو يې د کټ ريجايي پورته کړه راته يې وويل چې څوک دي؟ ما ورته په خوله لاس کيښود غلي مې ورته وويل چې د باندې زاهد دى، زر يې ريجايي پرېښوده راته يې وويل چې ته خو دلته مه اودرېږه اوس مې په خپله ورباندې وينې،ما په وړانګه باندې هسې ټوکه کوله د باندې خو هيڅوک هم نه وو ځکه دروازه چې ګړبيدله هغه د سپي د ځنځير له امله ګړبيدله ،
زه غلى په دواړو پښو کښېناستم د کټ نه مې ريجايي پورته کړه وړانګه غزيدلي پښې پرته وه په سر يې لاس ايښې وو زړه يې دګ ، دګ کول ما غلى لاس د هغې لاس ته وروړ مخ يې راواړوه ورته مې وويل چې راووځه، هغې ډير په قراره وويل چې زاهد څه شو ما ورته وويل چې ته راووځه خداى به هرڅه اسانه کړي ،کله چې د باندې راووته ورته مې ټوله کيسه وکړه وړانګه له خندا شنه شوه راته يې وويل چې ظالمه اول به دې ويلي واي په ما خو د قيامت تېر کړ ،
وړانګه چې په ګلابي شونډو يې موسکه خوره وه زما په لورې راغله په قراره يې څپيړه زما مخ ته راکړه راته يې وويل چې لوي ظالم يې داسې هم څوک کوي ،شپه سبا کېدو ته نږدې وه مونږ ډېرې خبرې وکړې ښه زړونه مو سره تش کړل،وړانګې راته يو دسمال يوه ګتې يو قلم راکړ ما هم کوم شيان چې په پيښور کې د وړانګې په نامه اخيستي وو هغه شيان مې ټول ورکړل،
وړانګې چې له ما څخه رخصت واخيست په دروازه کې يې مخ بيرته راستون کړ په ژړا کې يې راته وويل جانه خداى خبر چې بيا داسې زر سره ووينو،خو ګوره جانه چې هېره مې نه کړې زه به د ستا په نوم ژوند تيروم زه به ستا يم بغير له تانه به زما دخاوند په نوم څوک ياد نشي که د له ياده وييستم هېره دې کړم هغه سندرې دې اوريدلي چې وايي،
ياره په ماګرانه که ستا نه شومه !
ځان به کړم ذرې د ځان به نه شــــمه
ته زما د مينې پروا مه کوه او مه کوه
- ستا په محبت به قربان زه شمه
ځان به کړم ذرې د ځان به نه شــــمه