زمامينه شهيده شوه ناول
پنځمه برخه
ليکوال /رالیږونکی! شکورالرحمن حميدي دولس غږراډيودنشراتومدير
کله چې خوست بازار ته راورسيدو، زاهد وويل چې ډېر سره ټينګېږو نه دواړه به زمونږ کره ځو له هغې وروسته به بيا خپل کور ته ځې ما هم ورسره اومنله د زاهد د کور ته چې راورسېدو د غرمې دولس بجې وې د کور دروازه بنده وه ټکنده غرمه وه، زاهد دروازه ټک ټک کړه، د لږ ځنډ وروسته دروازه د زاهد مور رحمت بې بي بېرته کړه . کله يې چې په ما او زاهد سترګې ولږېدې په سترګو کې يې اوښکې راغلې .
لومړې يې زه ښه ښکل کړم، او له هغې وروسته يې زاهد په دواړو مخو ښکل کړ او کور ته دننه شوو، کله چې کور ته د ننه شوو د وړانګې کوچنۍ خور چې د وړانګې نه يو کال کوچنۍ وه سيمه مې مخې ته راغله، ستړي مشي يې راکړه او بيرته زر د نغري په لوري لاړه، په کوټه کې کښېناستو د شمسيې د برق څخه يې کوچنۍ پکه چلند کړه . هغه يې ما او زاهد ته مخامخ کړه، او ترور مې مخې ته لکه کوچنۍ ماشومه کښېناسته .
زاهد د قضايې حاجت لپاره د باندې لاړو، زه ډېر په سوچونو او خيالونو کې ناست وم ،چې وړانګه ولې ستړي مشي ته رانغله وړانګه په کور کې نشته، که ستړي مه شي ته ولې نه راځي، ايا وړانګې له مانه زړه بد دى، ايا وړانګه زما سره مينه نه کوي ، که کوي يې بيا تراوسه ستړي مشي ته ولې رانغله، خداى خبر چې ترور به څومره خبرې راته کړي وي ،خو زه د ترور په يوې خبرې هم پوه نشوم ، ترور مې په لاس وخوځولم .
حميده! په کوم خوا تللى يې، زما خبرې دې لکه چې وانه ورېدې، ما يو دم ټکان وخوړ ورته ومې ويل چې يوې خوا هم نه يم تللى خو سر مې لږ غوندې دروند دى ډير وخت کېږي چې په موټر کې مې سفر نه دى کړى . هغې پوښتنه بيا تکرار کړه چې کور ته ولې نه راتلې، دا دومره وخت چيرې وې زاهد زوی به راته ويل چې له ما سره په يوه کوټه کې درس وايي،
له ماسره دى ،خو ما به نه منله ميرانه وروڼه دې د مور سترګې راباسي ،هر وخت پېغورونه ورکوي چې له دا ډول زوی نه خو ستا لپاره مرګ ښه وو، مور د يواځې په سرو سترګو ژاړي هيڅ نه وايي ريښتيا ،ريښتيا ووايه چېرته تللى وې، ما ورته وويل ترورې په دې کې د دروغ ضرورت څه دى چې زه دروغ وايم دلته مې وروڼو سبق ته نه پرېښودم د مجبورې ورځې په پټه پيښور ته لاړم .
هلته مې سبق ويل پيل کړل، زه اوس هم نه راتلم خو پيسې راسره ختمې شوې مجبور وم چې راغلم ،مونږ لا په خبرو بوخت وو چې وړانګه او سيمه کوټې رادننه شوې، دواړه په داسې ډول کوټې ته رادننه شوې چې سيمه مخکې او وړانګه يې تر شا راروانه وه ما ګومان وکړ چې وړانګه له ما شرميږي ځکه کوټې ته نه راتله اوس چې راغله هم د سيمه شاته غلي غلي راروانه وه .
ستړي مشي يې چې راکړه او د باندې ډېره تېزه لاړه لکه چا چې پسې اخيستي وي، سيما د مور په څنګ کې کښېناسته او ويل چې وړانګه نه راتله، شرمېده ماته يې وويل چې تا خو هسې هم لاس ورکړى ته راته مخکې
شه زه به وروسته درپسې ځم، وچ په زور مې ستړي مشي ته راوسته مور يې وويل چې وړانګه همداسې حياناکه ده شرميږي.
تر ډېره موږ په خبرو بوخت وو چې زاهد هم راغی وړانګې له نغري نه غږ کړ سيما ، وه سيما،ډوډۍ تياره ده لاسونو ته اوبه ور واچوه لاسونه مو اوينځل ډوډۍ وړانګې تياره کړه کله يې چې ډوډۍ راوړه زه او زاهد ډوډۍ ته کښېناستو، ترور مې ويل چې تاسو ډوډۍ اوخورئ مونږ همدا اوس ډوډۍ اوخوړه دا ځل وړانګې هم لږ جرات پيدا کړى وو . د مور سره په څنګ کې کښېناسته ما به چې سترګې ورپورته کړې سترګې يې په ما کې ګنډلې وې .
سترګې به يې ښکته کړې، دوه درې ځلې دا لوبه تکرار شوه په څلورم ځل مې چې سترګې ورپورته کړې هغې ګڅه سترګه ووهله (سترګک) يې وواهه او له ځانه سره غلې موسکۍ شوه او د باندې لاړه .
مونږ چې ډوډۍ اوخواړه حجرې ته د استراحت لپاره لاړو حجرې ته چې راغلو تيار ځايونه اچول شوي وو، دواړه اوږده وغزيدو زاهد باندې خو دومره زر د خوب خپسه کښېناسته چې ما لا سترګې هم نه وې پټې کړي .
زه په سوچونو ، سوچونو کې وم چې خوب راباندې غلبه کړېوه او ويده شوى وم .
خوب مې ليده چې د حجرې په لويه دروازه غلي وړانګه رادننه شي، زه په حجره کې مخ په قبله ناست وم وړانګه غلې، غلې په قراره، قراره راروانه وي، زما سترګې په دواړو لاسونو پټې کړي زه لومړى وايم زاهد يې، وړانګه مې سترګې راباندې ټينګې کړي، د سترګو د ټينګولو نه يې مقصد دا وي چې ګني زاهد نه يم، زه بيا ووايم چې سيمه يې، هغه بيا سترګې راباندې ټينګې کړي ،دا ځل ما لاسونه پورته کړل د وړانګې لاسونه مې په لاس کې ونيول په قراره مې وويل چې وړانګه يې .
د وړانګې د نوم په اورېدو سره، وړانګه زما سترګې خوشي کړي، راته ووايي چې زما نه په تا هغوي ډېر ګران دي اول دې وويل چې زاهد يې بيا دې وويل چې سيما يې او بيا څو نور نومونه واخيستل زما نوم دې ترټولو وروسته واخيستو وړانګه مراوره روانه شي زه ورباندې غږ وکړم وړانګې اى وړانګې ! زما خبره خو واوره اى ، اى !! په همدې سره زه غواړم چې پاڅم خو چې کله مې د پاڅيدلو کوشش وکړ چې پاڅېږم سترګې مې وغړولې اى خوا ديخوا مې وکتل پوه شوم چې د زاهد دوي په حجره کې يم ،بيا په خپل ځاى څملاستم هر څومره سترګې مې چې پټې کړې چې ويده شم يو ځل بيا وړانګه ووينم خو خوب وتښتيده .
زه پاڅيدم د حجرې په برنډه کې يوه پيپه همداشان په خوا کې ورسره يو بدنۍ(لوټه) ايښودل شوې وه اودس مې وکړ بيرته حجرې ته را دننه شوم، زاهد پاڅيدلى وو سترګو کې يې سوک واهه راته يې وويل چې څنګه خوب دې وکړ ؟ ما وويل چې ډېر ښکلى خوب مې وکړ، کله مو چې اودسونه او لمانځونه وکړل، زاهد وويل چې څنګه کور ته به دې زړه نه کېږي؟ ما ورته وويل چې زه هيڅکله کور ته نه ځم زه ټوله رخصتي همدلته تېروم .
زاهد هک حيران شو، ويې پوښتل چې خبره څه ده ولې کور ته نه ځې؟ ما د الف نه تر ياء پورې ټوله خبره ورته بيان کړه . زاهد لږ خفه هم شو، راته يې وويل خه ځکه دې د څو ورځې د پيشمني غوندې مخ نيولى لکه يو څوک چې په زوره پيشمني ته راپاڅوې .
دې خبرې سره ما لږ وخندل زاهد وويل: خانده مه ،تا دومره لويه خبره له مانه پټه کړېده ،زه دې د ترور زوي يم کوم پردی نه يم ما به دې وروره نه هم ځان ته نږدې ګڼې ما ورته وويل زاهده تېر هېر باقي خير زاهد وويل څنګه تېر هېر باقي خير،تا ما ته دومره څه په دومره وخت کې ونه ويل چې زه له کوره په پټه راغلى يم پيسې راسره ختمې دي ما او زاهد په خپلو کې ډېرې خبرې وکړې زاهد وويل چې زه به سبا ورځ لاړ شم مور به دې راولم د مور سره به د نږدې نه ووينې .
پنځم څپرکی
سبا سهار زاهد زمونږ کور ته لاړو زه د زاهد دې په کور کې بېل پاتې شوم ،ترور ته مې وويل چې زه به دې باندې حجرې ته لاړ شم، ترور هم راسره اومنله ترور مې تر ډېره راسره ناسته وه ډېرې خبرې يې راسره وکړې ،کله چې پاڅېده راته يې وويل چې حميده زه به کور ته لاړه شم . غواګانو ته به شوتله او واښه وکړم ،تاته به مې وړانګه لورکۍ چاى راوړي تر هغې به زاهد بيرته راشي، ما ورته وويل سمه ده، کله چې ترور پاڅېده له هغې خوا وړانګه چاينک او پتنوس په لاس راروانه وه ،
ترور مې راغږ کړ حميده دا دى وړانګې لورکۍ مې چاى راوړې، وړانګه حجرې ته رادننه شوه ترور مې کور ته لاړه يواځې زه او وړانګه وو ما او وړانګې ترډېره خبرې نه کولې لکه څنګه چې له مانه د خبرو لورى او پلو ورک وو چې
خبرې له کومه راپيل کړم، زما په شان وړانګه هم وه، زمونږه دا خاموشي وړانګې د پيالې په ډکولو سره ماته کړه، لومړى پياله يې د ځان مخې ته کېښوده بله پياله يې راواخيسته کله يې چې ډکوله راته يې وويل جانه بوره په کې واچوم کنه ؟
د جان د نوم په اورېدو سره زيات خوشاله شوم د جان غږ مې په لومړي ځل زيات خوښ شوى وو چې کله يې په موبايل کې خبرې راسره کولې، کله يې چې اړيکه پريکوله راته يې وويل جانه اى جانه! زه له تاسره مينه لرم دا ځل د جان غږ په ما دومره خوږ ولږېده چې څه درته ووايم، ما ورته وويل ګرانې خوښه دې خپله که بوره په کې اچوې يانه، وړانګې په پياله کې بوره واچوله، وړانګې وويل جانه څومره رخصتۍ يې درکړي ؟ ما ورته وويل شل ورځې رخصتي لرو،
له هغې وروسته به له خيره ځو، وړانګې وويل ته به له خيره ځې ما چاته پرېږدې ،ما ورته وويل اول خداى ته ،بيا هغه چا ته چې له چا سره مخکې اوسېدې، د وړانګې په سترګو کې اوښکې راغلې په ژړا يې وويل جانه زه ، زه بغير له تانه يوه شيبه هم ژوند نه شم کولى ته زما ژوند يې، ته زما مينه،ته زما روح يې خو ګوره ګرانه !
هسې نه چې د پيښور د نجونو په ليدو زه له تانه هيره شم ،ما له ياده ونه باسې ما ورته وويل وړانګې ګرانې يا خو لس پنځلس ورځې پاتې دي دومره زر خو نه ځم ،هغې وويل چې زه هم پوهيږم چې لس پنځلس ورځې پاتې دي که مې پلار يا مشر ورور راغی هغه مې بيا داسې په آزاده نه پرېږدي چې په يواځې توګه له تاسره کښېنم پلار مې درې ورځې کيږي چې کابل ته تللى ،مشر ورور مې په حکومت کې دنده ترسره کوي ،ورور خو مې هسې هم په شپو شپو نه راځي .
خداى مې دې پلار هم تر هغې رامه ولې ترڅو چې ستاسو رخصتۍ نه وي پوره ،وړانګه پاڅېده چاينک پيالې يې ټولې کړې څنګ ته يې کېښودې يو ځلې يې منډه کړه د حجرې نه يې سر بهر کړ ايخوا ديخوا يې سترګې واړولې، زر بېرته زما خواته راغله مخامخ په دواړو پښو کښېناسته ،زما لاس يې واخيست په خپل سر يې کېښود ،ويې ويل جانه ستا دې زما په سر قسم وي چې مې هېره نه کړې،
زه لکه بت داسې ناست وم يواځې مې د وړانګې په سترګو کې سترګې ګنډلې وې، ريښتيا چې وړانګه وه وړانګې ته خداى بيل صورت ورکړى وو، کله چې پاڅېده ما له سره ترپښو ورته وکتل، له ځان سره مې غلي وويل چې ماشاء الله په خپلو سترګو ووېرېدم هسې نه چې له نظر يې کړې که څه هم زما نظر نه لږېده خو بيا مې هم وويل چې ماشاء الله .
وړانګې چاينک او پيالې واخيستې له دروازې چې بهر کېده يو ځلې يې بيا سترګې راواړولې له ځان سره غلې موسکۍ شوه او لاړه، د مازديګر څلور بجې وې چې زاهد راغی راته يې وويل چې مور دې اوس راتله خو د ورور په ټينګار پاتې شوه، ورور د ويل چې يو څو ورځې وروسته به درشو کومه پلمه به جوړه کړو ، زه مور کوچنۍ خور درې واړه به درشو ما ورته وويل چې دا خو ډېره ښه شوه چې مور کوچنۍ خور او ورور ووينم .
نثر