زما مينه شهيده شوه ناول څلورمه برخه
رالیږونکی:شکورالرحمن حميدي خوست ولس غږراډيودنشراتومدير

نن ورځ تر مازديګره ډېره ښه راباندې تېره شوه، د مازديګر پنځنيمې بجې وې چې زاهد راغی، زه يې چې خوشاله او روغ وليدم، زاهد هم زيات خوشاله شو راباندې غږ يې کړ حميده ! لکه چې سرخوږی د ورک شو، ما ورته وويل چې شکر دى زاهده اوس روغ او جوړ يم، څنګه ستا هم په سټيډيم کې څه ساعت تېر شو کنه ؟ زاهد وويل چې ساعت مې تېر شو خو زړه مې ډېر تنګ دى زړه مې دى چې يو ځلې وطن ته لاړ شم، د وطن د نوم په اورېدو مې زړه پښو ته لاړ زاهد ته مې وويل چې يو څو ورځې صبر وکړه په ګډه به سره ولاړ شو څو ورځې وروسته هسې هم د ګرمۍ په مناسبت رخصتي ده، زاهد زما د خبرې په اورېدو سره داسې څک غوندې شوو لکه چې په خپلو غوږو يې چې باور نه وي چې دا خبره دې حميد کړې وي.
ځکه زاهد هم ګرم نه وو، دا څو کاله کېږي چې زه کور ته نه يم تللى، که د ګرمى يا د اختر رخصتي وه يا به کومه بله رخصتي شوه نو زاهد به وطن ته روان وو زه يو ځلې هم نه وم تللى که هرڅومره به زاهد ټينګ شو، خو زما ځواب به نه وو. نن يې چې زما د خولې د تګ خبره واورېده زيات خوشاله شو زه نه تلم، خو د مجبورې ورځې مې نيت وکړ چې خامخا به داځل رخصتۍ کې ځم.
لومړۍ مجبوري مې دا وه چې پيسې راسره نه وې ،بله مجبوري دا وه چې مور ، پلار ، کوچنۍ خور او وروڼه مې زيات يادېدل، دريمه مجبورۍ باندې خو تاسو په خپله ښه پوهېږۍ، دريمه مجبوري دا وه چې وړانګه مې ډېره يادېده څلور پنځه ورځې چې تېرې شوې د ګرمۍ په مناسبت رخصتۍ شوې د رخصتيو په دوهمه ورځ مونږ هم ځانونه تيار کړل.

څلورم څپرکی

سهار وختي د ټل په موټرو کې سپاره شوو، زه د اينې طرف ته کښېناستم،زما سره په خوا کې زاهد کښېناستو او د زاهد سره پخوا کې يو سپين ږيری وو د زاهد ښه ساعت ورسره تېر وو دواړه چې موټر ته ختلي تراوسه يو هم غلى شوى نه دى کله يو جمه راواخلي او کله بل، زما سترګې د سړک څخه د باندې په ونو کې نښتې وې چې ډيرې په تيزۍ سره روانې وې ،مونږه چې کوچنيان وو کله به چې په موټر کې له يوې خوانه بلې خوا تلو نو موږ به دا فکر کاوه چې ونې روانې دي ناست په موټر کې وم خو د خيال مرغه مې د وړانګې په کور وزرې رپولې، زه ورشم د وړانګې د کور دروازه قرار ، قرار ټک ټک کړم ،يو دوه دقيقې وروسته په خپله وړانګه راووځي بې اختياره يې له خولې ووځي حميده ته...... زما ژبه بنده وه خبرې مې نه شوې کولى، دوړه ترډېره يو بل ته ګورو ما به چې سترګې ورپورته کړې هغې به سترګې ټيټې کړې چې هغې به سترګې راجګې کړې نو ما به سترګې ټيټې کړې .
زه ترډېره غلى وم، وروسته مې غلي ورته وويل وړانګې زه دادى اخر هم راغلم
وړانګه هم په ګيله منه لهجه ووايي ظالمه ! په دې دومره ورځو کې تايو ځلې هم ماته ټيليفون ونه کړ ،که زه په ريښتيا درباندې ګرانه واى يو ځل خو به دې فون راته کړى وو. دا ټول دروغ دي ستا په زړه کې زما لپاره ځاى نشته ته درواغ وايې ته له ما سره مينه نه کوې د وړانګې خبرې مې په مغزو کې انګازې وکړې، ته دروغ وايې ته له ماسره مينه نه کوې زه لا په همدې فکرونو کې وم چې د موټر بريک هر څه راګډوډ کړل.
د کرمې ايجنسۍ لومړى پټک وو د ملېشا والا موټر ته راپورته شو له يو دوو کسانو يې پوښتنې وکړې د کوم ځاى يې وا هلکه ! چېرې روان يې سوال او ځواب وشول ملېشا والا له موټر څخه ښکته شو موټروان ته يې وويل چې حرکت وکړه موټر روان شو.
کله چې د ټل بازار ته ورسېدو، زاهد وويل چې شکر خدايه ټل ته خو راورسېدو چې اوس زر د بونډرۍ يا سرحد موټر ډک شي او حرکت وکړي، له موټره راښکته شوو د سرحدي موټرو په لور روان شوو، له ځان سره مو لږه ميوه راوخيسته چې په لاره يې اوخورو د سرحد په موټر کې سپاره شوو تور رنګه فلائنګوچ وو . په موټر کې ما او زاهد پخپلو کې خبرې کولې، زاهد وويل چې شکر دى سرحد ته خو چې خداى کول لږه لاره ده ما د هو په دود سر وخوځاوه.
زاهد خبرې کولې خو زه په خبرو نه پوهېدم يواځې مې هو او بلې ويل زاهد چې مخ راواړوه زما سترګې يې پټې ولېدې زاهد غلى شو، زه ويده نه وم تر ډيره په دې فکرونو کې وم چې کله له خيره خوست ته ورسيږم زه به چېرې ځم کور ته خو نه شم تلى ځکه که لاړ هم شم ميرانه وروڼه به بيا سترګې رانه باسي چې چېرې تللى وې او څه دې کول ولې په خپله مخه تللى وې زړه به مې کله ويل چې د ماما ګانو کره به لاړ شم او کله به يې ويل چې نه د زاهد دوي کورته لاړ شم .
هلته به خپله ترور هم ووينې ځکه ترور داسې وي لکه نيمه مور همداشان به وړانګه هم ووينې بيا به مې ويل که هلته لاړ شې هسې نه کومه ستونزه د وړانګې له خوا راته پيدا شي موټر ودرېده او زه يې هم د خيالونو د دنيا څخه دې دنيا ته راوستم او د موټر دروازه خلاصه شوه او يو يو په نوبت سره ښکته کيده له موټره راښکته شوو د پاکستان ملېشې مو تلاشي واخيسته .
دپاکستان او افغانستان په ګډه پوله کې لس دقيقې په پښو مزل وکړ کله چې د افغانستان سرحدي پوليسو تاڼې ته راورسېدو تلاشي وشوه يو څو نفر يې ودرول چې په هغوي کې زه او زاهد هم شامل وو له دوي پوښتنې وشوې لږې سره ستړي کړل، وروسته زما او د زاهد نوبت راورسېد، پوليسو ووېل چې تاسې څوک ياست له کومه ځايه راغلى او چېرې روان ياست .
ما ورته وويل چې متعلمين يو له پيښوره راغلو خوست ولايت ته روان يو يو، پوليس بيا پوښتنه وکړه په خوست کې د کوم ځاى اوسيدونکى ياست؟ ما وويل په خوست کې د حيدرخيلو، پوليس بيا اوپوښتل په حيدرخيلو کې د کوم کلي، ما ځواب ورکړ چې د کټه سري ، دې کټه سري د نوم په اورېدو سره ناستو پوليسو وخندل او ويل چې څنګه سرونه يې غټ غټ دي که ولې کټه سري ورته وايي. دې خبرې سره ما او زاهد هم وخندل او رخصت يې کړو