د بندي مرغه په څیر تیروم بند،ژوند

بې له تا جانانه نه راکوي خوند،ژوند

زما ژوند خو بس یو څو ساعته ژوند و

زما ژوند خو  وه هغه ستا په مړوند،ژوند

دا خو ستا میني رسوا کړم سپوږمۍ مخیه

کنه ما لره د لمر غوندي څرګند ژوند

زما زړه ستا د بڼو په غشو غوڅ دی

زما ژوند لکه ستا زلفې فکر مند،ژوند

ته چي دغسي خوږې غزلي لیکې

خدای دي مړ مه کړه ګوهره یاره ژوند،ژوند

انعام الله ګوهر