زمامينه شهيده شوه ناول اتمه برخه
ليکوال او رالیږونلی :شکورالرحمن حميدي دولس غږراډيودنشراتومدير
ما او زاهد چې د ماخستن ډوډۍ اوخوړه سمدستي مې د ماخستن لمونځ وکړ او په خپل ځاى څملاستم، زاهد خپل کتابونه راوخيستل د کتابونو په لوستلو بوخت شو، ما ته خوب چېرې راتلو کله په يواړخ اوړم کله په بل د لسو پنځلسو دقيقو لپاره پړمېښۍ وړی وم، ما چې سترګې پرانيستې زاهد ګروپ مړ کړى وو او ويده وو، زه زر راپاڅېدم له جيبه مې د ليک پاکټ راويست ليک مې د پاکټ څخه خلاص کړ يو په کې ليک وو بل په کې د وړانګې تصوير لومړۍ مې تصوير ته ښه زير زير وکتل بيا مې په زړه پورې جوخت ونيو.
د وړانګې تصوير مې سترګو ته نږدې کړ تصوير ته مې خبرې شروع کړې وړانګې، اى وړانګې ته زما يې ته بالکل زما يې که خداى کول ، که خداى راسره مل وو ته به زما وې وړانګې ته هيڅ فکر مه کوه ، وړانګې اى وړانګې! زه له تاسره دومره مينه لرم چې څه درته ووايم زما خبرې د وړانګې له تصوير سره دومره په زوره شوې نږدې وو چې زما په خبرو پسې زاهد له خــوبه ويښ شي .
زه هيڅ په ځان نه پوهيدم ډېرې په زوره سره خبرې مې کولې خو مخکې له دې چې زما خبرې نور هم زور واخلي زاهد په کټ کې په اړخ واوښت او ستنګی وکړ زه د زاهد ستنګي د فکر او خيالونو څخه رابهر کړم زر مې تصوير جيب کې کيښود دا چې زاهد ګروپ مړ کړى وو ليک سم نه ښکاريده غلى پاڅېدم ګروپ مې روښانه کړ قرار ، قرار خپل ځاى ته بيرته راغلم او د ليک په لوستلو مې پيل وکړ د ليک په سر ليکل شوي وو جانه اى جانه ! د جان د نوم په ويلو سره مې بيا وړانګه سترګو ته ودرېده وړانګې ډېر عجيبه الفاظ د ليک پر سر ليکلي وو جانه اى جانه ! ما چې ليک لوستو ماويل که پخپله وړانګه راته غږ کوي. زه دې جانه کلمې د عقل او زړه کش مکش کې اخته کړم .
يوې خوا راته مور،پلار ،وروڼه او خويندې سترګو سترګو ته کېدې او له بلې د وړانګې سوزوونکي عشق زه داسې کړى وم چې د هغې په مقابل کې ما هيڅ نه شول کولى . يو ځل بيا مې له ځان سره ښه وژړل له ډېرې ژړا وروسته په ځان نه يم پوهېدلى خوب راباندې غلبه کړېوه ويده شوى وم. سهار مې چې سترګې پرانيستې زاهد له ما څخه د مخه پاڅيدلى وو ما چې څنګ ته وکتل ليک مې څنګ کې پروت وو، ليک مې سره راټول کړ جيب کې مې کيښود زه ډېر سخت ووېرېدم ما ويل هسې نه چې ليک زاهد له سر تر پايه ټول لوستلى وي او بيا يې بيرته زما په خوا کې ايښی وي او ځان يې ناګاره اچولى وي .
زه به زاهد ته څنګه سترګې ورغړوم که يې لوستلى وي زه به زاهد ته څنګه ورمخامخ کيږم زاهد به وايي چې حميده تاخو له ماسره دوستي او ملګرتوب ددې لپاره کاوه زما د فکر کشتۍ د سمندر په څپو کې وه چې زاهد راباندې غږ کړ حميده نن لکه چې ډېر وختي پاڅېدلى وې؟ ما ويل نه نه يم پاڅېدلى زاهد وويل بيا د څنګه پښې د کټ څخه لاندې ځوړند وې او سر د په بالښت ايښی وو زه په خپل نه ځواب باندې پيـــــــښمانه شوم .
ځکه ما چې کله ليک پرانيست په کټ کې ناست وم پښې مې له کټ څخه لاندې ځوړند کړې وې ما په ليک کې يواځې د جان کلمه لوستلى وه ، فکرونو پرمخه کړى وم او ويده شوى وم زاهد ته مې وويل يو ځل پاڅېدم خو چې ساعت ته مې وکتل وخت ډېر وو بيرته کټ کې کښېناستم په ځان هم نه يم پوه شوى بيرته اوده شوى وم ، زاهد وويل خا، خا مينه ما ما ،ستا په شان ډېر مينان په ناستي خوبونه کوي، او د جانان سره په خوبونو کې پټ پټوني کوي،
زه سخت خفه شوم ما خو دا ګمان وکړ چې زاهد خو ليک لوستلى دى ځکه خو يې راته وويل چې مينه ماما زاهد په لمانځه باندې ودرېده، زه د اوداسه لپاره حمام ته لاړم د زاهد خبرې مې لا همغسې په مغزو کې انګازې کولې، کله مې چې اودس لمونځ وکړ د چاى څښلو څخه وروسته زاهد وويل زه ځم ښوونځي ته ، ته به لږ په ارام وروسته راشې ما وويل څنګه دومره وختي ښوونځي ته ځې لا خو وخت ډېر دى زاهد وويل چې د کيميا استاذ راته د نوټ ويلي وو ،
سبا ته وختي راشه زه به نوټ درکړم ما وويل که ناوخته ورشې نوټ در کوى شي ،که وختي ورشې هم، زاهد وويل چې استاذ د څه ضروري کار لپاره په څو ورځو رخصتۍ کور ته ځي
کله چې زاهد ښوونځي ته لاړ ما سره د وړانګې د ليک د لوستلو ډېره انديښنه وه ما څو ځلې ليک راخيستی وو خو لوستلى مې نه وو د لوستلو وخت مې نه وو پيدا کړى زاهد به هر وخت راسره وو ،نن ما ته موقع په لاس راغلې وه ليک مې له جيب څخه راويست خلاص مې کړ زه تر ډېره په دې فکرونو کې وم چې دا ليک به وړانګې په خپلو لاسونو کې نيولى وي بيا به يې سره ټول کړى وي، وروسته به يې په دې پاکټ کې اچولى وي ، ليک مې له پاکټ څخه راويست د ليک په لوستلو مې شروع وکړه د ليک په سر ليکل شوي وو .
جانه اى جانه
له همدې ليکې لاندې ليکل شوي وو
زه له تاسره مينه لرم
جانه سلامونه مې په ځان قبول او منظور کړه، جانه خداى دې وکړي چې ليک ستاسې لاسو ته درشي، نه دې زاهد لاسو ته
جانه خداى شته چې نن ورځ زما لپاره تر ټولو ورځو سخته ورځ ده، ځکه چې زه ستا جامې په خپل لاس تياروم، او تا رانه نن بيلتون جدا کوي، جانه دومره راباندې ګران يې چې دومره ګرانښت به ما د خپلې مور او پلار هم نه وي ليدلى ،جانه ستا څخه جلا ژوند ماته اسانه کار نه دی، جانه که ته نن له ما څخه ځې، خو ګوره جانه يوه هيله لرم ،زما وروستۍ هيله له تاڅخه دا ده چې ما هېره نه کړې، او زما ياد ته د زړه په يو کنج کې ځاى ورکړه ،جانه هغه سندره به دې اورېدلې وي چې وايي ،
بيلتون ، بيلتون هـــى ، هـــــــى يار مــــــــــانه وړي
زمالدار مانه وړي
زړګی مى چوي زما د خوږ زړګي قرار ما نه وړي
هـــــــى، هــــى يار مــــــانه وړي
زما دلــــــــــــــــــدار مانه وړي .
جانه په کومه ورځ چې ته تلې، په هغه ورځ دغه سندره د يوې سيمه ايزې راديو څخه خپرېده، ما دا ګمان وکړ ما ويل که د راډيو څخه زما لپاره خپرېږي، جانه چې کله مې د ستا جامې په بکس کې اچولې دې سندرې دومره ژړولي يم چې........
خير له نورو خبرو تيرېږم، کله چې ليک ولولې ما ته خامخا ټيليفون وکړه، او دا وعده راسره وکړه چې زه به ستا يم او په ژوند کې به تا هيره نه کړم، يو ځلې بيا وايم جانه اى جانه ! زه له تا سره مينه لرم،
سـتا وړانګه
کله مې چې ليک ولوست د وړانګې هرې خبرې به مې په مغزو کې انګازې کولې زړه به مې بيا بيا غوښتل چې ليک ولولم ما هم ليک بې لوستلو پريښى نه دى څو څو ځلې مې ليک ولوست په هر ځل لوستلو کې به يې بيل خوند او بيل درد پروت وو کله مې چې ساعت ته وکتل د ورځې لس نيمې بجې وې زه په ځان هم نه ووم پوه شوى چې دا دومره وخت په ما څنګه تېر شو،
له ښوونځي هم پاتې شوم فکر مې وکړ چې بايد هم دا اوس وړانګې ته تيليفون وکړم ،هسې هم د ښوونځي د تګ نه پاتې شوى يم زاهد هم نشته، هم دا يې موقع ده موبايل مې راواخيست د وړانګې نمبر مې په کې ډايل کړ، د دويم دريم زنګ تېرېدو وروسته له هغې خوا نه نرم پوست او خوږ غږ راغى . الو!الو جانه! زما چې ژبه بنده بنده کېده غږ کې مې د خوشالې ورځې ژړا ملتيا کوله ورو مې وويل ګرانې څه ......څنګه يې ښه خويې
وړانګې بې له ځنډه وويل، شکر دى جانه روغه جوړه يم وړانګې چې زما خبرې واورېدې وړانګه هم په ژړا شوه او ويې ويل :
د ورځې تورې سترګې ګرځم
د شپې په لپو ، لپو اوښکې تويومـــــــــــــــــه
زما له عمره سره ســــــــــــــــــمه
ميرات شې غمه په خندا دې تېرومـــــــــــــــه
ستا يارانه د ونو ســـــــيورى
کله پرما کله په نورو خـــــــــــلکو ويـــــــــــــــــنه
ته به په کوم هيواد کې ګرځې
زه ستا دمخ تصوير په غاړه ګرځومــــه
ترڅو به داسې جدايي وي
خوښه دې نه ده چې ځان سور په وينو کړمه
.
ما پرې غږ وکړ، وړانګې هيله کوم بس کړه د خداى لپاره ژاړه مه ،دا زمونږ خپل بخت او قسمت دى، وړانګې وويل جانه څه وکړم زه نه ژاړم زه ، زه نه ژاړم زړه مې ژاړي ،
په خوله مې لاس کېږدى عالمه
کني نارې راڅخه شي خلک خبره ومه
ما دې وړانګې د ډاډګېرنې لپاره وويل ،وړانګې زه خو دومره لرې نه يم لاړ، نه چا په زوره در څخه جدا کړى يم زما او ستا په مينه کې څوک خنډ نشته، وړانګه لږه شيبه غلي وه بيا يې وويل، جانه څومره وخت وروسته به راشې ما ورته وويل که خير وي څلور پنځه مياشتې وروسته وړانګې يو سوړ اسويلۍ وکړ او غلې شوه، بيا يې يو ناڅاپه وويل جانه هغه زما ليک د ولوسته کنه؟ ما ورته وويل بلې ګرانې هغه مې دا اوس ولوست ،اوس هم په لاس کې راسره دى ،د ليک د لوستلو ټوله کيسه مې ورته وکړه ما او وړانګې ډېرې خبرې سره وکړې ،
ما ورته وويل وړانګې په مبايل کې مې يونټې ختميږي وړانګې يواځې وويل ،جانه ګوره چې ما هيره نه کړې ستا د ليدو په هيله کله چې وړانګې اړيکه پرېکړه له ځايه پاڅېدم په کوټه کله يوې خوا کله بلې خوا ځم په ژړا مې زړه ښه يخ کړ زه په کوټه کې د کوټې په کونج کې کښېناستم چې د سترګو اوښکې مې وچې کړې او سترګې مې خلاصې کړې بيا پاڅېدم لا دروازې ته نه وم رسېدلى چې له هغې خوا زاهد راغى ،
سترګې د زاهد شوې سترګې زما زاهد بې له واره وويل حميده! بيا څه درباندې شوي دي دا سترګې دې داسې سرې اچولي دي؟ زه غلى شوم، زاهد بيا وويل ګوره حميده دلته يواځې زه او ته اوسېږو نور څوک نشته که ته ماته هر هغه څه ونه وايې چې تا ځوروي ،نو چاته به يې وايې ته خو يو ځلې ما په خبره پوه کړه چې خبره څه ده، ما بيا هم زاهد ته څه ونه ويل همغسې غلى پاتې شوم ،
اتم څپرکی
ورځې تېرېدې مرګي ته شپې او ورځې لنډې دې، د امتحانو شپې او ورځې تېرې شوې، د دولسم ټولګي نه له خيره فارغ شو، زاهد کور ته په رخصتيو لاړ، زه همدلته پاتې شوم ما نه غوښتل چې د وړانګې په زړه بيا هم مالګې وشيندم زړه مې ډېر کيده خو ما ويل که اوس لاړ شي بيا چې راځې وړانګه به بيا څه کوي ، په وړانګه به څه تيرېږي ،
زه يوه ورځ د باندې د چکر لپاره راووتم ،غوښتل مې چې د لوبو د ميدان په لورې لاړ شم ،په لاره کې راسره عبدالله ملګرى شو ،عبدالله رانه ډېرې پوښتنې وکړې ،چ ولې په رخصتيو کې کور ته نه يې تللى؟ او بل دې رنګ زيات تغير کړى دى که تا راباندې غږ نه وى کړى خداى خبر چې ما به پيژندلى وای، ما ورته د کور نه تګ ټوله کيسه وکړه ،
عبدالله زما د کيسې په اورېدو زيات خفه شو، راته يې وويل له نن نه وروسته به ته زما سره اوسيږې، ما چې عبدالله ته هر څه وويل نو عبدالله نه منله زما بستره يې له کمرې راواخيسته ماته يې وويل چې ته د لوبو ميدان په لورې درځه زه هم ستا بستره کور ته وړم بيرته راځم، زه د لوبو ميدان ته لاړم دکريکټ لوبې ننداره مې کوله چې عبدالله بيرته راغى ،ما او عبدالله تر ډېره د لوبو ننداره وکړه، ماښام نږدې کيدونکى وو چې د عبدالله د کور په لور روان شوو، کله چې د عبدالله دوی کور ته ورسېدو ما ويل چې عبدالله به اوس د حجرې دروازه بيرته کړي ،خو عبدالله راباندې غږ کړ، راځه اودرېږه مه، په کور کې نور څوک نشته يواځې زه يم يوه مې مور ده او بله کوچنۍ خور زړه نازړه غلى په عبدالله پسې کور ته دننه شوم،
د عبدالله مور مخې ته راغله ستړي مشي يې راکړه، ما فکر کاوه چې اوس به له مانه پوښتنه کوي ،چې زويه څوک يې او څنګه راغلى يې ؟خو داسې نه وه عبدالله زما په هکله هر څه ورته ويلي وو، د عبدالله مور امنې ادې راته وويل زويه ! راځه دلته په کټ باندې کښېنه، د زوي د نوم په اورېدو دومره خوشاله شوم ما ويل که خپلې مور راباندې غږ کړ چې زويه راځه دلته په کټ باندې کښېنه ،ماته مې خپله مور پلار وروڼه او کوچنۍ خور سترګو ته ګډې شوې ، يو يو به مې له سترګو تېرېده زما د فکر مرغه اوس په خوست کې وزرې رپولې ،
چې د عبدالله مور امنې ادې راباندې غږ کړ، زويه کيداى شي زما په ليدو تاته خپله مور ياده شوې وي، خو ګوره زويه ما به هم له خپلې مور نه کمه نه ګڼې، لکه څنګه چې عبدالله راباندې ګران دى او عبدالله ته چې زه په کومه سترګه ګورم همداشان ته هم راته د عبدالله نه کم نه يې ،د عبدالله ورور نشته دا دى خداى په تياره ورور ورکړ ،
زه او د عبدالله مور امنه ادې لا په خبرو وو چې د عبدالله خور غږ وکړ ،مورې وا مورې زيمنه په کې وکړم که يخني په کې جوړه کړم؟ امنې ادې ورغږ کړ پلوشې لورې يخني په کې جوړه کړه يخني به روغه وي، ما هيڅ نه شول ويلى زه تر ډېره غلى وم امنې ادې بيا وويل، زويه کله چې عبدالله راغلو راته يې وويل چې هغه چرګ تا چې د يوه ښه ميلمه په نوم ساتلى د هغه چرګ وار راغلى ،هغه چرګ حلال کړه هيله ده زويه چې دغه ميلماستيا ز موږ څخه قبوله کړې،
ما ورته وويل ادې څه چې تيار وي هغه د يار وي له دې وروست چې تاسې څه خورئ هغه به زه خورم، له تاسو خو زه زيات نه يم د عبدالله مور امنې ادې وويل زويه ! تردرو ورځو پورې خو ميلمه يې له هغې وروسته چې څه وايې موږ يې درسره منو،
ماخستن شو تراوسه د عبدالله خور ماته د ستړي مشي لپاره نه وه راغلې، کله چې د ډوډۍ وخت شو د پلوشې مور د باندې لاړه د دروازې سره خوا کې مې لږ پسپسۍ واورېده ،خو پرې پوهيدم نا عبدالله د باندې وراغلو زما په ګمان چې د عبدالله مور امنې ادې پلوشې ته ويل چې ستړي مشي ورکړه ،خو پلوشه شرمېده ،نه راتله لومړۍ د عبدالله مور ورپسې عبدالله او په وروستيو کې يې خور پلوشه قراره قرار ه چې ډېره شرميده ستړي مه شي راکړه، او زر د باندې لاړه امنې ادې وويل پلوشه لور مې ډېره شرم ګيره ده ،
ډوډۍ راوړل شوه ډوډۍ مو اوخوړه د څملاستي او د لمانځه لپاره د باندې حجرې ته لاړو، مونځونه مو وکړل او ويده شو سهار چې کله له خوبه راپاڅېدم د لمانځه اوداسه څخه وروسته د چاى څښلو لپاره کور ته لاړو، کله چې چاى څښلو ته کښېناستو عبدالله وويل حميده وروره ستا لپار ما يو کار ليدلى خداى دې وکړي چې هغوى بل کار کوونکي ته نه وي ورکړى، د عبدالله مور وويل زويه څه ډول کار دى ګران کار خو به نه وي؟ عبدالله وويل نه مورې،
اسانه کار دى يواځې به چوکۍ کې به ناست وي لس دولس زره به اخلې د عبدالله مور وويل دا څنګه کار دى حميد زوي خو تر اوسه پوهنتون نه دى خلاص عبدالله وويل چې دا کار په پوهنتون پورې اړه نلري ،حميد کمپيوټر لوستلى د کمپيوټر څو پروګرامونه يې ويلي،
زه او عبدالله دواړه د چاى څښلو څخه وروسته د باندې حجرې ته لاړو عبدالله وويل زه به د هغه دفتر په لورې لاړ شم کوم دفتر کې چې کار کوونکي ته ضرورت وو زه همدلته په حجره کې کښېناستم کتاب مې له ځان سره ملګرى کړ .
ګرانواوقدرمندوليکوالانو،شاعرانو،اود ادب دباغ ګلانولومړى خومې سلامونه اونيکې هيلي ومنى وروسته له سلامه که زماپه ناول ليکنه کې کومه نيمګړتياوې تاسوپه ګوته کړي وي نودمهربانى اولطف له مخې له ماسره په لاندې بريښناليک اوتليفون شميره له ماسره اړيکه نيولى شى ځکه دازمالومړنى ناول دى چې ليکم يې که نيمګړتياوې راته په ګوته کړى زيات به خوشم
shokoor.hamidi@gmail.com
0793454742/0774858987
په درانښت شکورالرحمن حميدي
نثر