نهم څـپرکی زما مينه شهيده شوه ناول
ليکوال او رالیږونکی :شکورالرحمن حميدي دولس غږراډيودنشراتومدير
نهمه برخه

کله چې عبدالله بيرته راغلو ما ته يې وويل چې قسمت دې روغ دى .سبا به انشاء الله په خپله وظيفه باندې پيل کوې ما له عبدالله څخه مننه وکړه چې زما په خاطر د ځان دومره په تکليف کړ عبدالله وويل له نن نه وروسته ته بايد ماته د ملګري په سترګه ونه ګورې، د يو ورور په سترګه به راته ګورې نور به ماته د ملګري نه ، نه وايې زه ستا ورور يم او ته زما ،
زه په يونيسيار په مؤسسه کې په دنده وګمارل شوم ښه معاش مې اخيسته، دمياشتې مې دولس زره روپۍ اخيستې، په هغه وخت کې دولس زره روپۍ ډېر شى وو کله به مې چې معاش واخيست د کور لپاره به مې ډېره سودا واخيسته او پاتې ټولې پيسې به مې د عبدالله مور امنې ادې ته ورکړې ،
شپې او ورځې تېرېدې د کانکور ازموينې وخت راورسېد ما هم ثبت نام وکړ، نوم مې ثبت کړ ،د کانکور ازموينه ډېره ښه تېره شوه زه د ادبياتو پوهنځي ته بريالى شوم ، زه به سهار پوهنتون ته تلم او د ماسپښين لخوا به خپلې وظيفې ته د پوهنتون د شروع کېدو نه څلورمه ورځ وه خو زاهد تراوسه نه وو راغلى نه يې راته فون کړى وو، سهار چې کله له خوبه پاڅيدم موبايل مې راواخيست ،يو ځلې مې د زاهد نمبر په کې ډايل کړ وروسته مې زر قطع کړ،
ما ويل راځه د وړانګې نمبر ته فون وکړه هم به ترې د زاهد په اړه معلومات واخلم، هم به مې له وړانګې سره خبرې شوي ،وي وړانګې سره به د زړه خواله وکړم د وړانګې نمبرمې ډايل کړ تر ډېر ځنډه چا موبايل نه پورته کاوه خو وورسته موبايل د وړانګې مور پورته کړ په بنده بنده ژبه مې وويل ســـــــــــــ ، ســـــــــــ،ســــــــــــ سلام عليکم! له هغې خوا ځواب راغى وعليکم السلام ،
تاسو څوک خبرې کوئ له چا سره مو کار دى ما زر ځواب ورکړ د وړانګې مورې حــــــــ ، حـــــــــــ ، حميد يم هغې يو ناڅاپه غږ کړ حميده ! ته څنګه يې حميده ما دې هرې خبرې ځواب لنډ ورکاوه ورته مې وويل چې شکر دى روغ يم تاسو څنګه يۍ د وړانګې مور وويل چې نور ټول روغ او جوړ دي خو د کومې ورځې نه چې ته او زاهد پيښاور ته تللي يۍ له هغې راوروسته وړانګه لورکۍ مې روغه نه ده ،
ما چې د وړانګې د ناروغۍ واورېدل په ځان نه يم پوه شوى چې د وړانګې مور به نور څه ويلي وي ما په زړه کې د غم ټکانونه احساس کړل يو ناڅاپه مې پام شو چې د وړانګې مور همغسې نارې وهي ، الو، الو حميده ! حميده زويه !
په تاڅه وشول خبرې ولې نه کوې و حميده زويه ما غلي غلي وويل د وړانګې مورې دلته کله کله شبکه خرابه شي اواز دې بند بند کيږي اواز د نه راتلو د وړانګې مور وويل ښه زويه اوس مې خبرې په سمه توګه اورې ما وويل هو اوس دې خبرې په سمه توګه اورم .
د وړانګې مورې وړانګه اوس څنګه ده هغې وويل چې زويه ګذاره کوي دلته خو مو په ټولو ډاکټرانو وګرځوله خو کوم فرق يې ونه کړ زاهد هم ځکه وځنډېده کني هغه به اوس درغلى وای سبا يا بل سبا يې له خيره پيښاور ته درولو ګوندې هلته يې لږ صحت جوړ شي، د وړانګې مور دې خبرې ماته زيات خوند راکړ له ځان سره مې وويل چې ما په اسمان غوښته چې خداى په ځمکه راکوي زه به شکر اوباسم که خداى کول وړانګه ديدن هم دلته راپسې راوړي زما او دهغې خبرې ډېرې په اوږدو شوې څومره چې خبرې اوږدې دې لا خوږېدې،
کله مې چې اړيکه پرېکړه په کټ کې پرېوتم لاسونه مې ترسر لاندې کړل او سترګې مې د کوټې په چت کې ګنډلې وې د خوشالۍ نه په جامو کې نه ځاييدم نږدې وه چې د خوشالۍ نه مې د خولې چيغې ووځي .
خو چې ساعت ته مې وکتل د پوهنتون د تګ وخت پوره وو زر زر مې کتابونه راواخيستل او د پوهنتون په لورې لاړم په ټوله لار په مزل نه يم پوه شوى کله چې پوهنتون ته ورسېدم د ژب پوهنې بنسټونو استاذ ټولګي کې ولاړ وو د ټولګي د ننوتلو اجازه مې وغوښته زما په ګمان چې استاذ له نورومحصلينو پوښتنې کړې وې کله چې ټولګي ته داخل شوم استاذ وويل: چې دنورو خو وار تېر شو خو يو شاغلى پاتې دى .
استاذ وويل: چې حميده څنګه د ناوخته کړ خير خو وو؟ ما وويل هسې استاذ لږ ناوخته شوم استاذ وويل ښه حميده ته راته ووايه چې د ژبې څو تعريفونه مو کړي وو؟ ما وويل چې استاذ دوه استاذ وويل چې کوم کوم دي ما وويل ژبه هغه اوازونه دي چې انسانان يې د خپلو افکارو ، خيالاتو د څرګندولو په خاطر په يو خاص نظم او سيستم کې د خولې څخه راباسي، او په همدې توګه د يو بل سره رابطه پيدا کوي، او بل دا چې ژبه اقتصادي او ميثاقي سمبول دى چې د يوې ټولنې وګړي يې د افهام او تفهيم لپاره استعمالوي،
استاذ وويل: شاباس کښېنه کله چې استاذ په نوي درس پيل وکړ د سره تر پايه د استاذ په يوې خبره هم سم نه يم پوه شوى چې استاذ څه وويل، ټول فکر مې د وړانګې د راتګ په اړه وو، چې وړانګه راشي زه به څنګه ورسره وينم که ماته خبر رانکړي ،وړانګه را هم شي، او بيرته لاړه هم شي تر ډېره په همدې فکرونو کې وم چې ساعت بدل شو، او د لارغوني متون استاذ ټولګي ته راغلو خو زه لا همغسې د وړانګې په فکرونو کې وم ترهغې چې رخصتي شوه ،
د پوهنتون چې رابهر شوم، د خپلې دندې په لور روان وم چې مور او پلار وروڼه او خويندې مې سترګو ته ګډې شوې مبايل مې راوخيست د ورور نمبر مې په کې ډايل کړ د دريم زنګ دتېرېدو وروسته مې ورور مبايل اوچت کړ سلام حميده وروره ! څنګه يې زما خپل سکه مشر ورور موبايل اوچت کړى وو ما وويل خداى دې رضا شي زه رضا يم شپې او ورځې دي تيريږي .
ورور مې ډېرې پوښتنې وکړې د پيسو ، همداشان د درسونو په اړه ما ورته هم ټوله خبره وکړه ورور مې ډېر خوشاله شو ما ورته وويل په کور کې يې که په کوم بل ځاى کې چې له ادې همداشان له کوچنۍ خور سره خبرې وکړم، ورور مې وويل په کور کې خو نه يم چې کله کور ته لاړم زه به بيا زنګ درته وکړم په خبرو خبرو کې د يونيسيار دفتر ته ورسېدم له ورور سره مې اړيکه پرېکړه ،
دلته په دفتر کې ټولو کارکوونکو د ورور په شان سلوک راسره کاوه ټولو باندې ډېر ګران وم، زه په خپل کار باندې مصروف وم چې د مؤسسې مشر راغی راته يې وويل چې زما لف ټاپ کمپيوټر داسې ويروس نيولى که هغې ته انسټاليشن او پارټيشن وکړې ډېره به ښه وي که کار درباندې ډېر وي سبا ته يې وکړه او که وخت دې پيدا کړ که نن جوړ شي ښه به وي ،
ما ورته وويل: انجينر صاحب بې غمه اوسيږه خپل کار مې ډېر په بيړه بيړه خلاص کړ، د انجينر د کمرې په لوري ورغلم انجينر هم زما هرکلى وکړ راته يې وويل چې څنګه کار دې خلاص کړ ما ورته وويل بلې ،انجينر صاحب راته وويل چې راځه همدلته په چوکۍ کښېنه په ارامه به يې وکړې ما ورته وويل که خوښه دې وي اوس ناوخته دى، يو دوه ساعته وخت نيسي له ځانه سره به يې کور ته يوسم همغلته به يې په ارامه وکړم انجينر هم راسره اومنله کمپيوټر مې په بکس کې کيښود او د خپل کور په لورې روان شوم ،خپل کور خو مې نه وو خو ما دخپل کور نه کم نه ګاڼه عبدالله راته ورور ويلي وو،مور يې راته زوی ويلي وو د عبدالله دوی کور نه لږ لرې وم، لس دقيقې لاره به راته پاتې وه، چې د وړانګې زنګ راغى زيات خوشاله شوم ،مبايل مې اوکې کړ په قراره ارام غږ راغى، جانه سلام، ما خوله لا خبرو کولو ته جوړوله، ويل مې چې ته څنګه يې، هغې خبرو ته پرې نه ښودم خبره يې راپرېکړه، جانه هيله ده چې د مانه خفه نه وې ،جانه هيله کوم چې بل ډول ګمان ونه کړې جانه زه ويده وم چې تا زنګ کړى وو مور مې خبرې درسره کړې وې ،ما وويل دا خو کومه خبره نه ده،
د نورو خبرو به سره تېر شو ،اوس څنګه يې وړانګې وويل چې څه مې کوې، د حال احوال پوښتنه مې مه کوه ته خو ظالمه چـې ، چې ، چــــــــــــــــــــــــ يو ځلې لاړې، بس لاړې زه دې هېره کړم، يو ځل خو به راغلى وای، د کومې ورځې چې له مانه بيل شوى يې ښه ورځ مې نه ده ليدلې، په خوست کې په هر ډاکټر وګرځولم خو دوي څه خبر دي چې زما د بيمارۍ درمل چيرته دي يا له چا سره دي. هسې يې بې ځايه ځانونه ستړي کړل زاهد خو مې نن مور ته ويل چې سبا به له خيره پيښاور ته ځو، د پيښاور د نوم په اوريدو زه هم لږ غوندې ښه شوي يم،
لږه طمعه مې پيدا شوې ده، چې يو ځلې خو به دې بيا اوګورم ،ما وويل ګرانې خداى مهربانه دى، ګوندې سره ووينو، دومره بې صبري مه کوه، وړانګې په داسې حال کې چې په غږ کې اوس ژړا ملتيا کوله، وويل جانه ،اى جانه ته څه خبر يې چې په ما څه تيريږي، په ما څه تېر شول نه يې خبر جانه که خبر شې بيا به راته نه وايې چې بې صبري مه کوه .
وړانګې وويل :
زه د سپرلي دګل تازه وم
ستا په بيلتون کې لکه پاڼه زېړه شــــــــــومه

زخمي زړګی مې د کتو دى
څومره داغونه پرې بيلتون راکــــــــــــــړيدينه

تادبيلتون جامې په ځان کړې
چاړه راواخله ما حلاله کړه ميـــــــــــــــــــــــــــــنه
بيلتونه غبرګ زامن دې مړه شه
چې ته غمجن شې ګوندې زه دې هېره شمه


.
وړانګې دا لنډۍ دومره په سوي غږ کې وويلې چې که بل چا اورېدلى وى د هر لنډۍ په اورېدو به يې له خولې يوه يوه کريغه وتلي واي، ما ځان ډېر ټينګ کړى وو، يو خو لاره وه او بل کور ته روان وم، ما وويل وړانګې اول زه هم يو څه خفه شوم چې مور د راته وويل چې وړانګه لورکۍ مې ناروغه ده وروسته خوشاله شوم، وړانګې يو ناڅاپه وويل چې څــه ، څــه ولى خوشاله شوې ما وويل خوشاله په دې شوم چې مور د راته وويل چې سبا يا بل سبا يې هلته پيښور ته درولو،
وړانګې زه تاته ډېر شرمنده يم چې ته له ماسره دومره مينه لرې چې اوس پيښور ته د ناروغى د درملنې په پلمه راروانه يې خداى دې وکړي چې زه او ته په خپله هڅه کې بريالي شو وړانګې وويل چې آمين ، ما او وړانګې ډېرې خبرې وکړې او سره رخصت شو کله چې کور ته ورسېدم عبدالله هم راروان وو لږ هغه ته تم شوم ترڅو چې عبدالله راورسيږي او يو ځاى به کور ته د ننه شو


ګرانواوقدرمندوليکوالانو،شاعرانو،اود ادب دباغ ګلانولومړى خومې سلامونه اونيکې هيلي ومنى وروسته له سلامه که زماپه ناول ليکنه کې کومه نيمګړتياوې تاسوپه ګوته کړي وي نودمهربانى اولطف له مخې په لاندې بريښناليک اوتليفون شميره له ماسره اړيکه نيولى شى ځکه دازمالومړنى ناول دى چې ليکم يې که نيمګړتياوې راته په ګوته کړى زيات به خوشم