د یوه نامعلوم شاعر د غزل په لیکه
په زړګې مې ستا غمونه لکه غرونه
وړمه دا درانه بارونه لکه غرونه
را تاو شوې دې زما او د جانان نه
رواجونه ،دیوالونه لکه غرونه
زه د عشق په سمندر یم ورګډ شوی
دې په مخ کې مې موجونه لکه غرونه
زما خیالونه،ارمانونه،امیدونه
لکه غرونه ،لکه غرونه ،لکه غرونه
د دنیا هر یو ستم ته یې ملا ورکړه
پښتانه لري کلک زړونه لکه غرونه
د حکمت او محبت ګوهر په کې دي
اې ګوهره ستا شعرونه لکه غرونه
انعام الله ګوهر
06.01.2012
- انعام الله ګوهر
رحيم خان (خوشال)غزلستوروته به نن شپه دجانان خبره سپېنه کړمسپوږمۍ به ور سره وي دارمان خبره سپېنه کړمژوند هم عجبه غوندي روان ده خيال مي نه ساتياوس درته مرګيه دجهان خبره سپيېنه کړمکلی وو تياره وه ما له ژونده سره لوبې کړيله ځانه ورته تيروم ددرمان خبره سپېنه کړمڅه چي درته وايمه منه يي اعتبار کوهدبل درته څه نه وايم دځان خبره سپېنه کړمتا رحيم خوشال سره خبره تر حد تيره کړهنوره نه سميږي په ايمان خبره سپېنه کړمخوشال پکتيکا ولايت ښر...
07.01.2012
- انعام الله ګوهر
بسم الله الرحمن الرحيمزما مینه شهیده شوه (ناول)
لومړی څپرکی
لیکوال : شکورالرحمان حمیدي...