رحيم خان (خوشال)
غزل
ستوروته به نن شپه دجانان خبره سپېنه کړم
سپوږمۍ به ور سره وي دارمان خبره سپېنه کړم
ژوند هم عجبه غوندي روان ده خيال مي نه ساتي
اوس درته مرګيه دجهان خبره سپيېنه کړم
کلی وو تياره وه ما له ژونده سره لوبې کړي
له ځانه ورته تيروم ددرمان خبره سپېنه کړم
څه چي درته وايمه منه يي اعتبار کوه
دبل درته څه نه وايم دځان خبره سپېنه کړم
تا رحيم خوشال سره خبره تر حد تيره کړه
نوره نه سميږي په ايمان خبره سپېنه کړم
خوشال پکتيکا ولايت ښرنه
۱۳۹۰:۱۰:۱۶ نيټه