بسم الله الرحمن الرحيم
زما مینه شهیده شوه (ناول)

لومړی څپرکی

لیکوال : شکورالرحمان حمیدي

زه زاهد د دعوت عالى ليسې په انگړ کې ولاړ ؤ چې عبدالله راغى دعبدالله سره مو ستړي مشي او روغبړ وکړ.
عبدالله وويل چې ستاسې کډې دلته دي او که په افغانستان کې.
ماوويل چې په افغانستان کې،عبدالله وويل چې زه به مو مخکې خبر کړى وم چې روغ مراسم مې درته نيولي واى ما وويل هيڅ خبره نه ده.
عبدالله ډير ښه هلک و، مونږ چې ديوولسم ټولگي نه دولسم ټولگي ته بريالي شوو عبدالله د دولسم ټولگي نه فارغ شو.
کله چې دفارغينو او کاميابو شاگردانو لپاره مراسم ونيول شول د دولسم ټولگي د فارغينو وار چې تير شو ديوولسم د فارغينو وار راورسيد،له نورو ټولو شاگردانو سره خپل خپلوان راغلي وو.
دهغوى په غاړو کې يې اميلونه واچول يواځې زما او د زاهد سره څوک نه وو راغلي، ځکه زمونږ کډې په افغانستان کې وې.
کله چې زما او د زاهد وار راورسيد زما په غاړه کې يواځې خپلو څلورو ټولګيوالو (همصنفيانو) اميلونه واچول، کله چې عبدالله وليدم خپل ټول اميلونه چې څو شيبې وړاندې د عبدالله په غاړه کې اچول شوي وو په ځوانانو وويشل ،زما او د زاهد په غاړو کې يې واچول.
عبدالله مو د هغې ورځې راوروسته ملگرى هم شو .
زه عبدالله لا په خبرو بوخت وو چې زاهد وويل ، حميده راځه چې لاړ شو کمرې (کوټې) ته ناوخته کيږي.
دعبدالله نه مو رخصت راواخيست د کمرې په لور روان شو مونږ لا په لاره کې وو چې د زاهد دکور نه زاهد ته زنگ راغى زاهد چې موبايل له جيبه راويست اوویې ويل چې خور مې ده وړانگه.
وړانگه زما سره يوځاى رالويه شوې وه ډيره ښايسته جلۍ وه .
زاهد د اوکې تڼۍ کيکاگله ، الو ، الو
زاهد يو څو قدمه له ما لرې شو د وړانگې سره يې پنځه شپږ دقیقې خبرې وکړې کله يې چې ټيلفون بند کړ ما ورته وويل چې څنگه خير خو و څه يې ويل زاهد وويل خير خيريت ده هيڅ نشته هسې ويل يې چې ياد شوى مې وې ځکه مې ټيلفون درته وکړ په خبرو خبرو کمرې ته سره ورسيدو زه اوږد په بستره کې پريوتم زاهد هم بسترې ته ډډه ولگوله او ويل یې چې عبدالله ته د خداى خير ورکړي که عبدالله نه واى زمونږ په غاړه کې به چا اميلونه اچولى ما يې هم خبره تائيد کړه چې ريښتيا هم عبدالله زمونږ سره ډير ښه وکړل.
ورځې تيريدې شپه به راغله ورځ به يې اوخوړه او ورځ به راغله شپه به يې اوخوړه يوه ورځ په ښوونځي کې سوالونه کيدل ډير سوالونه وشول چا به ذهني سوالونه کول او چا به تاريخي د ډيرو سوالونو ځوابونه پيدا شول خو يو سوال بې ځوابه پاتې شو هغه دا چې استاذ وويل چې هغه څه شى دي چې په بازار کې ډير دي خو نه يې وينو چې ويې وينو نو نه يې اخلو چې وايې خلو نه يې اغوندو چې وايې غوندو نه يې وباسو ټول شاگردان غلي شول يو هم ځواب پيدا نه کړ.
کله چې ښوونځى رخصت شوه د خپلې کمرې په لوري روان وو چې د بازار په يوه کوڅه کې ډير خلک راټول وو خو څه ښکاريدل نه چې په څه باندې راټول دي زما سره په خوا کې دوه کسان ولاړ وو ما ويل راځه د دوي نه به پوښتنه وکړو چې دا خلک د څه لپاره راټول شوي مخکې له دې چې زه پوښتنه وکړم هغوي په خبرو پيل وکړ ، ملگري ته يې وويل چې راځه هسې هم مهاجر دي د دوي مرگ داسې دى لکه څوک چې په ميږي پښه کيږدي . هيڅوک يې په غم کې نه دي د ميږيانو په شان ډير دي . د دوي خبرو ما او زاهد ته سخت زور راکړ شپې او ورځې تيريدې تعليمي کال مخکې په وړاندې روان و يوه ورځ په داسې حال کې چې زاهد د ډوډۍ راوړلو لپاره بازار ته کوز شو او موبايل همدلته په کمره کې ورنه پاتې و . چې موبايل ته زنگ راغی زنگ ډير په اوږدو شو کله مې چې موبايل ته وکتل د موبايل په سکرين يو ښځينه نوم ليکل شوى. وړانـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــگه
په زړه کې مې وويل چې ځواب ورکړه کيداى شي چې کومه ضروري خبره به وي بيا مې له ځانه سره وويل چې که ځواب ورکړم زاهد به خپل موبايل وگوري وايي به چې زما د خور نمبر ته دې ولې ځواب ويلى . زه لا په دې سوچونو کې وم چې اړيکه پرې شوه له ځانه سره مې وويل چې که دا ځل بيا تيليفون وکړي حتماً به ځواب ورکوم که کومه ضروري خبره نه وه نو هغې ته به ووايم چې زاهد ته ونه وايې چې ستا موبايل ته کوم بل چا ځواب ورکړ.
د وړانگې نمبر به د راغلو ټيليفونو له ځايه ړنگ کړم بيا هسې هم معلومات نه ورته کيږي څلور پنځه دقيقې وروسته موبايل ته بيا زنگ راغی په رپيدلو لاسونو مې موبايل اوچت کړ د اوکې تڼۍ مې کيکاگله زړه مې ډير درزيده موبايل مې غوږ ته نږدې کړ.
د هغې خوا يو پوست او نرم غږ راغی
الو ، الو ، الو وروره موبايل ولې نه پورته کوې .
څنگه مريض خو به نه وې زه غلى وم څه مې نه شو ورته ويلى هغې بيا غږ کړ
الو ، الو ، وروره زاهده وروره روغ خو يې خبرې ولې نه کوې
دا ځلې مې زړه سره کلک غوندې کړ په بند بنده ژبه مې ځواب ورکړ
. آ، آ ، الو ، الو وړانگې هغه..... زاهد زاهد د باندې تللى ډوډۍ پسې لږ وروسته راځي .
وړانگې ته غصه ورغله وړاندې به دې ويلي واى زما زړه خو پښو ته پريوت راته يې وويل چې ته څوک يې چې بې اجازې پرديو موبايلونو ته ځواب ورکوې
خداى شته لږ سره ورخطا غوندې شوم ورته مې وويل چې وړانگې دا زما غلطي وه چې موبايل ته مې بې اجازې ځواب ورکړ . خو ، خوزه ستا د ترور ځوى حميد يم
د حميد د نوم په اوريدو سره هغې اړيکه پرېکړه زه ډير ورخطا شوم ويل مې که اوس زاهد راشي موبايل اوگوري زه به څنگه ځواب ورکوم لا په هم دې فکرونو کې وم چې بيا زنگ راغی له ډيرې ورخطا ورځې مې موبايل دوه ځلې اوکې کړ
زه الو ، الو غږونه کوم ځواب نه راځي .
زر مې موبايل ته وکتل موبايل دوه ځلې اوکې شوى و ، کومه اړيکه چې دوه ځلې اوکې شي نه له هغې خوا ځواب راځي نه له دې خوا زر مې بيا اوکې اووهله د هغې خوا ډير خوږ نرم او پوست غږ راغی . الو، الو حميده خبرې خو کوه ولې غلى يې .
ما ورته په بنده بنده ژبه وويل
هسې ، هسې وړانگې زه ،، زه غلى نه وم موبايل په خطايۍ کې رانههههه
هغې مې خبره راپريکړه چې ته نه يې غلى نو څوک غلي دي خبرې مو ډيرې سره وکړې په پاى کې يې د خپلې غصې بخښنه وغوښته کله يې چې اړيکه پرې کوله ورته ومې ويل کله چې اړيکه پرې کړې يو دوه مس کاله په بيړه وکړه . هسې نه چې زاهد په غصه شي وايي به چې زما د خور موبايل ته دې په خپله مخه ځواب ولې ورکړى .
وړانگې وويل دا خو کوم گران کار نه دى د خداى په امان
اړيکه يې پريکړه ما موبايل په خپل ځاى کيښود زه لا ناست نه وم چې زنگ راغی خو اړيکه پرې شوه د دوو مس کالو په ځاى هغې څلور مس کاله وکړل .
زما هم زړه ارام شو په خپل ځاى کښيناستم په ذهن کې مې د وړانگې خبرې تاويدې راتاويدې ته څوک يې چې پرديو موبايلونو ته ځواب وايې .
د وړانگې دا خبره په ما ډيره ښه ولږیده د زړه لپاره مې يو نوى درد پيدا شو زړه مې غوښتل چې د زاهد موبايل بيا راواخلم د وړانگې نمبر ترې وليکم خو نه کيده ځکه چې وړانگې څلور مس کاله کړي وو ، که ما نمبر ترې ليکلى د وړانگې مس کالونه د موبايل د سکرین (پردې )نه ختميدل خداى خبر چې زه به په کومو فکرونو او سوچونو کې تللى وم چې زاهد راغى.
راغږ يې کړ حــــــــــــــــــــــــــــميده ! وه حـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــميده !
بچو د خيال مرغه دې بيا په کوم ځاى کې وزرې رپوي په کوم خوا تللى يې ، څنگه کور ته خو به دې زړه نه کيږي. ورته ومې ويل چې هيڅ نشته هسې د درسونو په اړه مې فکر کاوه زاهد وويل سمه ده دومره فکرونه چې کوې ډير ژر به ليونی شې دا خبره يې وکړه ، او دخپلو کتابونو په لور لاړ موبايل يې راوخيست کله چې يې وليدل په موبايل کې د وړانگې څلور مس کاله پراته دي زر يې سر راپورته کړ ویې ويل ظالمه دومره ځواب خو سړی ورکړي چې زاهد د باندې تللى دى اوس راځي.
د هغې غريبې خو به زړه چاودلى وي ما ورته وويل چې زاهده پخپله مخه مې څنگه هغې ته ځواب ورکړى واى زاهد غلى شو زر ، زر يې د وړانگې نمبر اوکې کړ چې خبرې ورسره وکړي خو دشبکې لخوا ورته ځواب ورکړ شو چې تاسې په خپل موبايل کې کافي اندازه کريډيټ نه لرى . زر يې ما ته راغږ کړ چې حميده ! په موبايل کې پيسې لرې کنه .
ما هم بې له ځنډه ځواب ورکړ چې ولې نه شته په کې زاهد د وړانگې نمبر زما په موبايل کې ډايل کړ ما هم د خداى څخه همدا غوښتل زاهد تيليفون غوږ ته نږدې کړ خو موبايل ته څوک ځواب نه وايي دوه درې ځلې يې زنگ ورته وکړ خو بالاخره موبايل اوکې شو. زاهد غږ کړ سلام وړانگې خور !
څنگه لکه چې خپل بدل د راڅخه اخيسته که ولې د موبايل ته ځواب نه راکاوه وړانگې ځواب ورکړ چې وروره خداى دې نه کړي چې زه له تانه بدل واخلم نمبر د بدل و ځکه مې ځواب نه ورکاوه زاهد وويل سمه ده وړانگې ، وړانگې بيا وويل چې څنگه نمبر د بدل کړى که ولى دې د خپل نمبر نه تيليفون ونه کړ .
زاهد وويل چې نه نمبر مې نه دى بدل کړى د حميد نمبر نه مې تيليفون کړى زما په موبايل کې پيسې نه وې وړانگې خبره ترې ونيوه ، چې ځه ستړي مشي به اوس درکړم له ما نه خو دې ستړي مشي او سلام بيخي هير کړ . وروره ستړى مه شې ،ښه خو يې ولې دې موبايل ته ځواب نه راکاوه زاهد وخندل ورته يې وويل چې لويه شې د باندې په ډوډۍ پسې تللى وم شکر دى اوس روغ او جوړ يم کور کې خو خيريت دى. مور مې ، بابا مې نور ټول ښه دي وړانگې وويل شکر ټول ښه دي.
زاهد وويل چې سمه ده ټولو ته مې سلامونه وايه د خداى په امان د هغې خوا هم ځواب راغى د خداى په امان زاهد بې له دې چې د خپلې خور وړانگې نمبر په مبايل کې ړنگ کړي ماته يې راکړ ما زر زر د وړانگې نمبر په پيغامونو کې وليکه او ثبت مې کړ ما ويل هسې نه چې سبا ورځ بيا د زاهد په موبايل کې پيسې نه وي له ما نه موبايل واخلي د وړانگې نمبر چې په کې ډايل کړي سمدستي معلومات ورته کيږي .
نو د احتياط لپاره مې د وړانگې نمبر په پيغامونوکې سيو (ثبت) کړ زه په موبايل کې اخته وم چې زاهد وويل حميده راځه چې ډوډۍ سړيږي مخکې مې راوړى ما وويل چې سمه ده کله مو چې ډوډۍ اوخوړه زاهد وويل چې د استاذ هغې ذهني سوال ته لکه چې تراوسه چا ځواب نه دى ويلى ما وويل چې تر اوسه خو يې ځواب نه دى ويل شوى هغه بله ورځ چې په بازار کې يو افغان غريب چا وژلى وو نو سمدستي ما د سوال ځواب پيدا کړ .
زاهد وويل چې څنگه د پيدا کړ افغان چې مړ وو ، نو مړ وو هغه دې خداى اوبخښي د هغې څخه د د سوال ځواب څنگه پيدا کړ ورته ومې ويل چې ته په خپله فکر وکړه چې له دې نه بل څه کيداى شي د استاذ سوال په دې ډول وو چې هغه څه شى دي چې په بازار کې ډير دي خو نه يې وينو چې ويې وينو نه يې اخلو چې وايې خلو نه يې اغوندو چې وايې غوندو نه يې اوباسو.
د استاذ سوال په دې ډول وو کنه ؟
زاهد وويل چې بلې سوال په همدې ډول وو ما وويل چې دا کفن دى زاهد غلى شو او ويې ويل چې بالکل هم کفن دى زاهد بيا وويل چې ولې د استاذ ته ځواب نه ښوده. ما ورته وويل چې هغه ورځ وه تيره شوه ځکه په هغه ورځ ادارې استاذ نه وو مونږ او تاسو يواځې په خپلو کې زهني سوالونه شروع کړل نو ځکه مې استاذ ته ځواب نه دى ويلى زاهد وويل چې سمه ده بابا.
د زاهد دې خبرې سره دواړو وخندل .