زما مينه شهيده شوه ناول/شكورالرحمان حميدي
دوهم څـپرکی
ورځې تېرېدې سبقونه ښه مخ پروړاندې روان وو خو له بلې خوا له ماسره پيسې په ختمېدو وې کوم پيسې چې ما له ځان سره راوړې وې زه چې پيښور ته سبقونو ته راغلى وم له کوره پټ راغلى وم ځکه چې زما د پلار دوه ودونه وو د مشرې مور مې درې زامن وو او د خپلې مور مې پنځه زامن وو چې په دې ټولو کې زه کوچنی وم .
يو ورور مې په کوچني والي کې مړ شوى وو اوس څلور وروڼه پاتې وو واک او قدرت ټول دې ميرانه وروڼو وو هغوي نه غوښتل چې زه تعليم وکړم يا دې زما وروڼه تعليم وکړي زه په پټه پيښور ته راغلم دلته مې په سبق ويلو پيل وکړ. سږ کال مې اخري کال دى چې له دولسم ټولګي فارغ شم کور ته مې تيليفون نه شو کولى چې وروڼو ته مې ويلي وى چې پيسې راولېږئ .
ځکه زه خو دلته په پټه راغلى وم که تيليفون مې کړى هم واى کومه ګټه يې نه کوله دوي نه غوښتل چې زه په افغانستان کې سبق ووايم دا خو لا پيښور دى ، پيښور ته به يې څنګه پيسې راليږلي واى . يوه ورځ چې زاهد د باندې تللى وو کله چې راغلو زما مړاوي څېره يې وليده راته يې وويل چې حميده ! نن دې حالات ډېر بل ډول دي ولې څه خبره ده ناروغ خو به نه يې ما ورته وويل چې زاهده هيڅ خبره نشته هسې مې لږ سر خوږيږي زاهد وويل د سر د درد خبره نه ده دا دوه ورځې دې په ټولګي کې هم په درسونو کې پوره خوند نشته په خوا به چې استاذ له خولې سوال نه وو ايستلى تابه ځواب ورکړى وو د څو ورځې خو د يو سوال ځواب هم په سم ډول سره نشې ورکولى.
کومه ستونزه حتماً شته زاهد چې هر څومره ټينګ شو خو ما ورته خپله د زړه خبره ونه کړه چې خبره څه ده يواځې مې وويل چې زاهده هيڅ هم نشته وړاندې مې درته وويل چې دا څو ورځې کېږي چې سردردي راته پيدا شوې . زاهد هم نور ټينګ نه شو شپې او ورځې تېرېدې زما حالت د يوې ورځې څخه بلې ورځې ته خرابېدل له يوې خوا مې د وړانګې يادونو زړګی تخناوو له بلې خوا مې د پيسو د ختمېدو زړه راپړسولى وو په لومړي ځل مې زړه ښه کړ چې کور ته تيليفون وکړم زما څخه درې کاله مشر ورور ته مې ټيليفون وکړ له دوهم زنګ له تېرېدو څخه وروسته مې ورور ټيليفون پورته کړ .
الو! الو ! سلام عليکم !
ما ورته سلام ځواب ورکړ ما لا د سلام ځواب سر ته نه وو رسولى چې ورور مې خبرې راپرې کړې چې حميد يې؟
ما ورته وويل هو حميد يم . ورور مې وويل چې ولې داسې غلى غلى غږېږې څنګه خيريت خو دى
ما ورته ټوله کيسه وکړه چې سږ کال له دولسم ټولګي نه فارغېږم پيسې راسره ختمې شوي دي غواړم چې پوهنتون ته ازموينه ورکړم.
کله مې چې ورور د پوهنتون نوم واورېد ډير خوشاله شو خو يوه خبره يې وکړه هغه دا چې ما ته يې وويل حميده شکر دى چې ځان دې يو ځاى ته رسولى دى دلته د مشران وروڼه له مور سترګې راباسي وايي چې يو زوی خو دې په لوپرۍ پسې تللى دا څو کاله کېږي چې ستا پوښتنه يې هم نه ده کړى داسې زوی څه معنى لري .
مور د يواځې په سرو سترګو ژاړي او بس نور هيڅ نه وايي ددې خبرې په اورېدو سره مې سر هسې هم درد کاوه نور هم په کې پيدا شو په ژړا مې پيل وکړ ورته ومې ويل چې وروره ! زه چې کله پيښور ته راغلم له همغه ورځ مې د ښوونځي غم وکړ او ځان مې په ښوونځي کې شامل کړ چې داسې پېغورونه مې مور ته ورکول کېږي نو زه سر له نن څخه دا دى درغلم .
ورور مې وويل نه ته مه راځه خپلې زده کړې سرته ورسوه زه به پيسې دکوم چا نه پيدا کړم که پيدا نه شوې د ځان لپاره همغلته يو کار پيدا کړه او خپلې زده کړې سرته ورسوه، موبايل کې مې درې سوه کلدارې هغه هم په ختمېدو وې نو خداى په اماني مو سره وکړه . کله مې چې له ورور سره اړيکه پريکړه، په کوټه کې په بستره اوږد وغزيدم . د مور پخوانۍ خبرې مې په ذهن کې تاويدې راتاويدې کله چې زه په افغانستان کې وم راته ويل به يې چې زويه که څوک پيسې در کوي يا يې نه درکوي، که څوک سبق در باندې وايي يا يې نه درباندې وايي، زه يې در باندې وايم خپل د پوزې ټيک او د ټنډې روپۍ به هم درته خرڅې کړم ستا د ښوونځي فيس به پرې کړم .
خو ګوره خپل همت له لاسه مه ورکوه ، له يوې خوا مې د ورور خبرو په زړه دومره غم واچاوه چې ويل يې چې ستا ميرانه وروڼه دې مور ته هر وخت پېغورونه ورکوي چې يو زوی دې په لوپرۍ پسې تللى، له بلې خوا مې په ذهن يو نوى چنجی اخته وو چې زما مغزه او زړه يې دواړه خوړل د وړانګې يادونه کوم . د وړانګې يادونو چنجي مې داسې په مغزو او زړه حملې کولې لکه يو څوک چې داسې ناروغي ووهي چې نه ترې روغيږي او نه ترې مړ کيږي .
له ځان سره مې دا فکر او سوچ وکړ چې د وړانګې به هم له ماسره مينه پيدا شوې وي او کنه که يواځې ما په لومړي غږ پر هغې زړه بايللى، که هغې زما سره مينه واي نو دومره ورځو کې به يې يو ځل خامخا ټيليفون کړى واى زه لا په همدې سوچونو کې وم چې زاهد راغی راته يې وويل چې فکري صاحب ! بيا کومې خوا تللى يې د خيال مرغه دې بيا کوم ځاى وزرې رپوي، ورته مې وويل چې زاهده يوې خوا هم نه دى تللى همدلته دى .
زاهد وويل: ښه چې همدلته دى ته دې يو ځل ساعت ته اوګوره چې څو بجې دي کله مې چې ساعت ته وکتل د ښوونځي رسمي ساعت څخه يو څو دقيقې تيرې هم وې ورته مې وويل چې که زه فکري وم ته په څه وې ؟ په خپل وخت به دې ويلي واى چې ښوونځى ته ځو ، زاهد وويل چې واه ، واه ، څومره ښه مخکې به چې زه لمانځه ته پورته کيدم تا به خپله بستره ټوله وه زما کتابونه او هم دا شان خپل کتابونه به دې د تقسيم اوقات مطابق برابر کړي وو ، او نن وايې چې ته په څه وې .
زاهد رانږدې شو راته يې وويل چې ګوره حميده ! دا څو کاله کېږي چې زه او ته په يوه کمره کې ژوند کوو ، ښوونځي ته په يو ځاى سره ځو او راځو په يو ټولګي کې درس وايو له ما نه کومه خبره مه پټوه څه خو خامخا شته دا څو ورځې چې دې ګورم بېخي زيات بدل شوى يې نه له ماسره په ورين تندي خبرې کوې نه دې ښوونځي کتابونه په همغه ډول په مينه مينه ګورې
نثر