غزل
ماښام د سیند په غاړه او سحر د سیند په غاړه
زه ګرځمه یوازي اوس اکثر د سیند په غاړه
چې کله مې په زړه ستا د غمونو چپې راشي
راووځمه او کینمه بهر د سیند په غاړه
جانانه ستا تصویر زما په زړه کې داسي ښکاري
ته راشه او لږ وګوره دا لمر د سیند په غاړه
چپې چپې چپې چې د ساحل په خوا رادرومي
په غیږ کې مې ورټینګ کړي زر دلبر د سیند په غاړه
ته ورشه د څپو غیږ ته ځان واچوه ګوهره
پیدا به نه کړې هیڅکله ګوهر د سیند په غاړه

څلوریزه
چې کله شور شي ستا د تورو زلفو
په ما بل اور شي ستا د تورو زلفو
په خپلو زلفو مې مظبوط وتړه
که زړه مې تور شې ستا د تورو زلفو

انعام الله ګوهر