ماته پته ده چې ښه درته یادیږم

ته دروغ وایې له زړه درته یادیرم

راشه مخ قبلې ته واړوه جانانه

بیا قسم وکړه چې نه درته یادیږم؟

دواړه سترګې دي بیا ډکي دي له اوښکو

مور وهلې یې که زه درته یادیږم ؟

اخ جانانه زړه مې ټک شو پښو ته راغی

څه دې وویلو څه ؟ درته یادیږم ؟

چې یو ځل د تورو خاورو بندیوان شم

نو ګوهر به بیا هله درته یادیږم

------

 

پکتیکا شرنه