چې هر څو دي هیروم ، نه مي هیریږې

درته وبه خورم قسم نه مي هیریږې

ملامت به یم چې بیرته درته راغلم

خو زه څه اوکړم صنم، نه مي هېریږې

ستا په عشق کې یم دې حد ته رسیدلی

که هر څو راکوې غم ، نه مي هیریږې

اوس خو څه کوې چې نوم دي په جار اخلم

که مې سر پرې کا څوک هم ، نه مي هیریږې

ځکه خوښ یم د رقیب مخ کې یار ووې

ته یې ماته محترم ، نه مي هیریږې

عجیبه ده دا نو څه مانا چې وایې

اې ګوهره نه درځم ، نه مي هیریږې