په لپو لپو اوښکې تویوي ،ژاړي په چیغو

هغه چې مین زړه ازاروي ،ژاړي په چیغو

جانان زما تر مخ زما تصویر تکړې تکړې کړ

اوس هغه پرې تصویر بیا جوړوي ،ژاړي په چیغو

هغه چې زه یې هر وخت په سرو سترګو ژړولم

زما نه پس زما نوم یادوي ،ژاړي په چیغو

زما د مسافر زړګي ازار دې درپسې شي

چې مور دې په ملایانو ګرځوي ،ژاړي په چیغو

لږ وپوښتئ پاچا نه چې د دې ذمه وار څوک دي؟

وړوکی یتیم مخ او سر وهي ، ژاړي په چیغو

چې ټول خلک ویده شي نو څه چل په ګوهر کیږي 

فریاد کړي ،په سر خاوري بادوي ،ژاړي په چیغو