چې ستا له دغــــــــو سترګو غلچکو نه تښتېدم
ساده وم ،د تقدیر له فیصلــــــــــــــــــو نه تښتېدم

خبره چې د یار او د اغیار سره یوه شـــــــــــــــــــــوه
زه هر وختې له داسې حـــــــــــــــــادثو نه تښتېدم

ستا بې وفایي مې زړه تور کړی له هر چـــــــــــانه
ګرم نه وم که له خپلــــــــــــــــو او پردو نه تښتیدم

ژوند کې په لومړي ځــل ما جانان ته غصه کړې
لومړی ځل زه له خپلو حوصلـــــــــــــو نه تښتیدم

خوب کې مې د نن سبا شیخــــــانو حالات ولید
توبه مې له توبو شــــــــــــــوه، له توبو نه تښتېدم

خلک یې پراتـــــــــــــه دي په دربار چې ډلې ډلې
ګوهره زه ډير لري له هغــــــــــــــــــــــــــو نه تښتیدم