غزل
داکسي اوباڼه دې کړي خبرې په لیمو کې
که توري توتکۍ وهي وزرې په لیمو کې
هر څو که مو سا تنګه وه دساندو په موسم کې
پاللي مو په سرو اوښکو سندرې په لیمو کې
نظر به مې پروا دتغافل دغشو څه کړي
اغوستې يې داوښکو چې دي زغرې په لیمو کې
زرې زرې مو کړلې مرغلرې په لیمو کې
چې پیل مو دمینې کړې ډغرې په لیمو کې
نظر چې مې ډاډه په کږلیچونو کې دناز ځي
داوښکوورسره درومي لښکرې په لیموکې
له څه نه ه به دې حسن پنځولې دومره لوړې
که نه وای د ( حسن) دعشق ژورې په لیمو کې
ډاکتر حسن -لندن
داکسي اوباڼه دې کړي خبرې په لیمو کې
که توري توتکۍ وهي وزرې په لیمو کې
هر څو که مو سا تنګه وه دساندو په موسم کې
پاللي مو په سرو اوښکو سندرې په لیمو کې
نظر به مې پروا دتغافل دغشو څه کړي
اغوستې يې داوښکو چې دي زغرې په لیمو کې
زرې زرې مو کړلې مرغلرې په لیمو کې
چې پیل مو دمینې کړې ډغرې په لیمو کې
نظر چې مې ډاډه په کږلیچونو کې دناز ځي
داوښکوورسره درومي لښکرې په لیموکې
له څه نه ه به دې حسن پنځولې دومره لوړې
که نه وای د ( حسن) دعشق ژورې په لیمو کې
ډاکتر حسن -لندن