یو زمری بند په زنځیر کې راته ښکاري

ژوند ددې خوب په تعبیر کې راته ښکاري

ستا تصویر د زړه د پاسه ګرځومه

خپل تقدیر په دې تصویر کې راته ښکاري

ستا د وصل شپه زما د قدر شپه ده

هر امید په دې شوګیر کې راته ښکاري

بد انجام د دې وطن د حاکمانو 

د شهید د مور په ویر کې راته ښکاري

دا ګوهر څه اخوا دیخوا سړی نه دی

لوی کمال په دې فقیر کې راته ښکاري