ته وا دمیو په پیالو کې موسیدل رنګونه
چې مې په ګوتو ستا د شونډو تخنول رنګونه
زما په تګ دې چې تر ډیره ښورول لاسونه
دبوډۍ ټال شوې په هوا دې زنګول رنګونه
پکې نن بیا شفق خوره وه دافق لمنه
ستا په ګلشن کې درخسار يې ټولول رنګونه
مصور خیال مې جوړه وای ستا دیادونو تصویر
دزړه زخمونو مې له پاسه پرې شیندل رنګونه
په اننګو به يې خورې کړې بیا راټولې څڼې
سترګو که جنګ کړو خو لا سونو لوبول رنګونه
هغه شیندل پرې دګلونو ته بل څه ووایم
بس په رنګونو کې (حسنه ) لمبیدل رنګونه
ډاکتر حسن-لندن
11.05.2011
- انعام الله ګوهر
زما د اوښکو اثر نه دی پاتې
یار مې له حاله خبر نه دی پاتې
تا پسې دومره ډیر ژړلي دي ما
اوس مې د سترګو نظر نه دی پاتې
زمونږ په کلي څه بلا ګډه ده
زمونږ ګودر او منبر نه دی پاتې...
13.05.2011
- انعام الله ګوهر
یو زمری بند په زنځیر کې راته ښکاري
ژوند ددې خوب په تعبیر کې راته ښکاري
ستا تصویر د زړه د پاسه ګرځومه
خپل تقدیر په دې تصویر کې راته ښکاري
ستا د وصل شپه زما د قدر شپه ده
هر امید په دې شوګیر کې راته ښکاري
بد انجام د دې وطن د حاکمانو
د شهید د مور په ویر کې راته ښکاري
دا ګوهر څه اخوا دیخوا سړی نه دی
لوی کمال په دې فقیر کې راته ښکاري...