زما د اوښکو اثر نه دی پاتې

یار مې له حاله خبر نه دی پاتې

تا پسې دومره ډیر ژړلي دي ما

 اوس مې د سترګو نظر نه دی پاتې

زمونږ په کلي څه بلا ګډه ده

زمونږ ګودر او منبر نه دی پاتې

هر چا چې سپینه خبر کړې دلته

دلته هغه کس اکثر، نه دی پاتې

چې مو له دې بلا نه اخوا تیر کړي

په مونږ کې داسي رهبر نه دی پاتې

ټوله شپه ژاړي او جانان یادوي

ګوهر اوس هغه ګوهر نه دی پاتې