لیک : جاوید چودهري

ژباړن : انعام الله ګوهر

 

 

مونږ په خپل ګپ شپ اخته وو ، د تیلیفون زنګونه هم راتلل او ریس صیب هم یوې خواته په خپل

دوسیو کې لګیا وه . په دې وخت کې د جومات نه د اذان غږ راغی.مونږ ټول د اذان تر ختمیدو پوري چپ ناست وو . له اذان نه پس رییس صیب د چای له پیالې نه یو اوږد غړپ وکړ زمونږ خواته یې راوکتل او رو یې وویل ، تاسو خپل چای څښئ، زه تر هغو اودس کوم .

 مونږ وویل بس دا دې مونږ هم اودس کوو او له دې سره مو د چای اخري غړپ نوشي جان کړ.

مونږ دریو سره په وار وار د رییس صیب په تشناب کې اودسونه وکړل او د لمانځه دپاره د باندي ووتو.

ټول د ادارې تر مخ په صفو نو کې کښیناستلو . په محراب کې اشپز، ورپسې په اول صف کې چوکیدار، موټروان  او نور مزدوران وو.په دوهم او دریم صف کې نور ټیټ رتبه مامورین او په اخری صف کې مونږ ناست وه. د رییس صیب تر څنګ یو سپین ږیرې هم ناست وه چې جامې یې ځای په ځای پیوند وې او له ټول بدن نه یې د خولو ډډوزي پورته کیدلې

اقامت شروع شو او ټولو د لمانځه دپاره صفونه سم کړل .تر ټولو وړاندې اشپز چې امامت یې کاوه ورپسې نور مزدوران او مامورین او تر ټولو په وروستی صف کې زما ملګری او رییس صیب

په دې وخت کې مونږ ټول یوه ذات ته ولاړ وو او ټول د یوه ذات اړ وه او له یوه ذات نه مو غوښتل

دې وخت کې زمونږ ټولو سرونه ښکته وو او په مونږ کې د غریبي او شتمني ، د تور او سپین او د رتبې فرق ختم شوی وه او ټول د یوه چپړاسي ملا په غږ رکوع او سجدې ته تللو.

له سلام ګرځولو سره مونږ یوځل بیا تیت فرق شو .مونږ دا مساوات او اتقاق په جومات کې پریښود او یو ځل بیا په ډلو وویشل شو. غریب بیرته غریب ، شتمن بیرته شتمن او همدا راز مامور او رییس بیا مامور او رییس شول.

ماته رییس صیب سوکه په غوږ کې وویل ،راځه سنت به د ننه وکړو.

لږ سات پس رییس صیب زنګ وواهه هم هاغه اشپز چې مونږ ته یې جمع راکوله اوس د میز په سر پراتې پیالې او پلیټونه لري کول او هغه ډراییور چې اذان یې کاوه د موټړ د دروازې خواته اماده ولاړ وه او چوکیدار چې په اول صف کې ولاړ وه یوه مامور ورته خدای خبر په څه خبره غصه وه . او هغه سپین ږیری چې د رییس صیب تر څنګ ولاړ وه اوس د دروازې تر مخ ولاړ وه یو کاغذ یی په لاس کې نیولی وه او د روزګار په لټه کې وه.

په دومره لږ وخت کې دومره غټ بدلون؟ ما له خپل وجدان نه پوښتنه وکړه او هیڅ د دې خبری منلو ته تیار نه وم.

د  باندې چې راووتم نو خپل ملګري ته مي وویل ؛ یاره مونږ ته الله پآک په ورځ کې پنځه واري دا درس راکوي چې تاسو ټول یو یاست ،ټول دورته روح، خاوري او وجود نه جوړ یئ .او مونږ په خپله په ورځ کې پنځه واري د دې خبري اقرار کوو چې په رییس ،موټروان او اشپز کې غوره هغه دی چې خدای ته ډیر ورنزدې وي او پرهیزګاره وي.خو له سلام ګرځولو سره سمدستي مونږ بیا دا هرڅه هیر کړو او په مختلفو ډلو وویشل شو . په دنیا کې به تر دې غټ فکري او عملي منافقت بل کوم وي چې هره ورځ  پنځه واري مونږ خدای ته د مساواتو وعده ورکوو بلکه عملی کوو یې هم خو چې لمونځ خلاص شي بیا نو هغه وعده رانه هیره وي .

ملګري هم سر راته وښوراوه ،ما ورته وویل کوم قوم چې په ورځ کې پنځه واره له خپل خدای سره وعده کوي او بیا یې ماتوي ،هغه قوم به خوار او غریب نه وي نو څه به وي. مونږ که په ورځني ژوند کې له خپل رییس ، مدیر یا مشر سره لږ هم دهوکه وکړو نو په څو ورځو کې به مونږ خپل وظیفه له لاسه ورکړو خو هغه ذات چې ټوله دنیا یې پیدا کړې ایا په دې وعده ماتولو به له مونږ نه خفه کیږي نه ؟

د دې سربیره مونږ بیا هم داطمع کوو چې خدای به زمونږ مرستې ته له اسمان نه ملایکې راولیږي ، تر دې غټ حماقت به  بل وي؟