غزل

برند به ورته ګورې په سلګو خبرې نه کیږي
نه کیږي ظالم ته په جرګو خبرې نه کیږي

راشه په مچکو چې دزړنو غوټې وسپړو
ټول عمر خو یاره په لیمو خبرې نه کیږي

چټ دغره پښتون وي خو چې کله ښار ته مخه کړي
هیڅ ورسره نوربیا په پښتوخبرې نه کیږي

واروکړه زاهده په قسم چې غږ دې نه اورم
شرنګ کې دپیالو خو دتوبو خبرې نه کیږي

راشه چې دلمس په حس کړو ماتې دمودو تندې
هسې هم په یوه شپه کې دشپوخبرې نه کیږي

بیا به دخنجر ژبه راباسي په دې وخت پسې
بل رنګ ورسره دپښتنو خبرې نه کیږي

کینه چې دمه دې بونږیدلې تلوسې کړمه
یاره په راتلو کې خو دتلو خبرې نه کیږي

روح ته دې ور زده کړه دخپل وریت احساس دسوز ژبه
تش په خوله (حسنه) دجذبوخبرې نه کیږي