یا خو یې درد په زړه کې کې نشته او یـا نه دی خبر

ورشئ خبر یې کړئ ملګرو پـــــــــــــــــاچا نه دی خبر

لکه  پسه په سپینه ورځ په قصابـــــــــــــانو خرڅ شو

زمــــــــــــا پښتون په خوب ویده دی او لا نه دی خبر

عمر یې ټول د تورو زلفو تر تیــــــــــــــــــاره لاندې وه

ځکه تر اوسه د خپل مخ له رڼــــــــــــــــــــــا نه دی خبر

مــــا چې د چا په نوم ژوندون په سرو لمبو تېر کړی

هغه بې حسه دی ، هغه په وفـــــــــــــــــــــــا نه دی خبر

ځونډی زه پېژنم ،ملګرو راز یې مــــــــــــــــا سره دی

د تاویزونو کار یې نه دی ، مــــــــــــــــــــلا نه دی خبر