غزل

د یو چــــــــــــا په انتــــــــــــــــــظار یم لاتر اوســــــــــــه
نــــــــــــــــــــــــاقرار یم ،نـــــــــــــــــــاقرار یم لا تر اوسه

تنهایي ده، ستــــــــــــــــــــــــــــــا غمونه دي جـــــانانه
نیمه شـــــــــپه شوه ،زه بیدار یم لا تر اوســـــــــــــــــه

تــــــــــــــــــــــــا کـــــــــــه هر څومره دې بد راسره کړي
زه دې یــــــــــــــــــار یم ،زه دې یــــــــــار یم لا تراوسه

مـــــــــــــــــــــــا د ستــــــا په خوا سفر دی شروع کړی
مودې وشوې پــــــــــــــــــــــــــــه دې لار یم لا تر اوسه

مــــــــــــــــــــــــا دې کله ستا د مینې شراب څښلي ؟
خبر نه یم خو خــــــــــــــــــمار یم لا تر اوســــــــــــــــــــــه

ټول جهــــــــــــــــــــــان رابـــــــاندې زور دی ازمویلی
دا څــــــــــــــــــــه چل دی ؟ګـــــــــنهګار یم لا تر اوسه

زه ګوهر کــــــــــــــــــــــــــه هر څو ووتم له کـــــــــــــــاره
د غلیم سترګو کې خــــــــــــــــــــــــار یم لا تر اوســـــه

 

ګوهر-پکتیکا