غزل

 

د مينې اور سړي تـــــــــــــه زور ورکوي
رنګ شي تک تور سړي ته زور ورکوي

هر مـــــــــــــــازديګر د سترګې مه توروه
داخو ضرور سړي تـــــــــــــه زور ورکوي

حـــــالات خراب دي ګوره بېل چې نه شې
خدای شته پيغور سړي ته زور ورکوي

توره تـــــــــــــــــياره   ده مړوند مه خوځوه
د بنــــــــــــــګړو شور سړي ته زور ورکوي

مســــــــــــــــــــــــافري هم دومره سخته نده
خو پرادی کور سړي تــــــــــه زور ورکوي

ګوهره مينه خو په جنــــــــګ نه کيږي
خولګۍ په زور سړي ته زور ورکوي


نورالدين ګوهر خوست