غزل

 

لکه شمع سوځېدم بــــــــــــــــــــــه تر سهاره
ستــــــــــــــــــا فراق وه ،ژړېدم به تر سهاره
د هجران  ترخې شیبې وې ،تنــــــهایي وه
بې وسي وه ، کړېدم بـــــــــــــــــــه تر سهاره
کرۍ شپه به ستــــــا په لارو په  کوڅو کې
لیونی وم ، ګرځېدم بـــــــــــــــــــه تر سهاره
د غــــــــــــماز او ستا  تر منځ به مرکې وې
زه به نــــــــــاست وم، ځورېدم به تر سهاره
چې به یــــــــــــــــــار په غېږ کې ونیولم کله
بـــــــــیا به مست وم، زنګېدم به تر سهاره
هر شپه چې تېریده به ستــــــــــا په غم کې
اف توبه ده ! مړ کېدم بـــــــــــــــه تر سهاره
پـــــــــــــــاکه مینه  وه  ګوهر ه،په یوه خوله
عجیبه ده ،شرمېدم به تر ســـــــــــــــــــهاره

پښتون غږ رادیو،شرنه پکتیکا