سلیمان لایق
اتڼ چي
د شپې په تور زړه کې سپین ستوري ځلیدل او د ستورو نرۍ رڼا د لارې شاو خوا بوټي د باد کمزوري بهیر ته ورو ،ورو خوځیدل او داسې ښکا ریدله لکه په یوه بشپړه ورا کې چې ټول خلک اتڼ وهي.
سور ګل د همدې بوټو په منځ کې د دښت په نریو لارو روان و.دی په داسې ژورو اندیښنو کې ډوب تللی وه چې د ستورو ښایست ،د دښت چوپتیا او د ځوانۍ دروند خوب یې بیخي له یاده وتلی وه.
ده افسوس کاوه کاشکې دې واده ته نه وای راغلی او یا په اتڼ نه وای ورګډ شوی .
نه پوهيږم نن شپه څه راشوي وه چې نه ډول زما له پښې سره برابرېده او نه زما پښه له ډول سره.
زه بیا دا ګڼې څڼې، دا نرۍ ونه او دا ښایسته ځواني څه کوم ،نندارچیانو به څومره راپورې خندلي وي !
اوه ه کاشکې د اتڼ میدان خو کلا ته نزدې نه وای او پېغلو خو د دیوالونو له سره زما د ناوړه غورځو پرځو ننداره نه وای کړې .
ناکام اتڼ چې همداسي پخپلو ترخو اندیښنو کې روان و، د کلا په برجانو باندې د اتڼ د میدان د لمبو انعکاس ، د ډولونو اواز، د اسونو ششنهار، د چلمانو لوګي او د کلا د پاسه د سرو سالوګانو کتار د ده سترګو ته وروسته ،وړاندې کېدل.
هغه شپه تېره شوه او ډېري نورې شپې پسې راغلې ، ډېر ودونه او کوژدې تېرې شوې او څو څو ځلې ډولونه وغربیدل مګر سورګل بیا اتڼ وانه چاوه او مات شوی زړه یې پیوند نه شو.
د فنکار زړه هغه ښیښه ده چې یوځل مات شي بیا پیوند نه مني او نه رغیږي .
ښرنه -۱۳۳۸