غزل

 

یــــــــــــــــــــــــاره چې دا ستــــــــــــــــــــا راته په خوله راځي
لږ خو زمــــــــــــــــا هم درتـــــــــــــــــــــــــــــــــــــه په زړه راځي

هېر مې که اشنـــــــــــــــــــــــــــــــا کهُ خو لا هېر نــــــــــــه دی
نو م یې په خوله نـــــــه راځي ،پــــــــــــــــــــــــــــه زړه راځي

دا بـــــــــــــــــــــــه وي د ژوند اوبه چې ســـــــــــــــــتا په نوم
ناڅــــــــــــــــــــــاپه چینې تــــــــــــــــــــــــــــــــــــه د لېمه راځي

بیـــــــــــــــــــــــــــــا مې مینه ځوانه شوه که  چل څــــــــه دی
مــــــــــــــــــــــــــــــاته اسوېلي هغــــــــــــــــــــــــــــه زاړه راځي

څوک چې په معنی شي د اســــــــــــــــــــــــــــمان پـــــه څېر
بې واکه یې سر پــــــــــــــــــــه زنګـــــــــــــــــــــــــــــــانه راځي

ښه وایې نــــــــــــــــــــــــــــاصحه منم بد بـــــــــــــــــــــــه وي !
عشق خو پــــــــــــــــــــه چا بد او په چــــــــــــــــــــا ښه راځي

پل د اشـــــــــــــــــــــــــــــــــــنا لاندې وي تر پل زمــــــــــــــــــا
وربه شي هر څوک که مې پـــــــــــــــــــــــــــــــــــــه پله راځي

مخکې دې مقصد د خپــــــــــــــــــــــــــــل منزل کــــړي هېر
پس ته دې حمزه زمــــــــــــــــــــــــــــــــــــا پــــــــــــه پله راځي