راليږونکی : روئيد همت
سرليک: غزل
نېټه: 15.03.2011 06:38
ژوند بې له تا نيمګړی
دی په رېښتيا نيمګړی
ګل نه بغېرښکاريږي
ولله،بورا نيمګړی
ته بې له ما نيمګړې
زه بې له تا نيمګړی
ارمان مې وشټېدۀ
لاړ، له دنيا نيمګړی
وي دې فراق کې راته
سحر بېګاه نيمګړی
مورې له تا نه لرې
يمه بلا نيمګړی
د همت حال وګورئ
پايي تنها نيمګړی