سلیمان لایق

کسات

ستااووښکې اوس بې وخته باران ته ورته دي،زه بیا ستاسې کیږدیو ته نه  درځم.زما لمن خوشې کړه ،په ما پسې نوره مه ګرزه،زاري مه راته  کوه او مه راته ژاړه !

بیا به ستاسې د کلي نوم وانخلم او په دې لارو به بیا درنشم.

شپې او ورځې به یو کړم .په بیړه به له غرو رغو څخه واړړم.او هیڅکله به بیا بېرته راونه  ګورم.

داسې منډې به ووهم لک عمر چې یې وهي او داسي ژر به له سترګو وووزم لکه ځواني چې وزي،داسې ځای ته به لاړ شم چې ستاسې کیږدۍ هلته نه وي درېدلې.

داسې لاري به پریکړم چې ستاسې اوښان نشي پې تلای او په داسې غرو کې به ځای  ونیسم چې ستاسې د مېنو بادونه هلته لاره نلري.

زړه به مجبور کړم چې تا هېره کړي او سترګې به وتړم چې بیا هیڅکله زما ماشوم زړه ونه غولوي.

له وفا نه به منکر شم او مینه به وشړم ،خپلي ترانې به وسوځوم او له خلکو به ګوښې شم.

هالته  لري به د لوړو غرو د پاسه ټول عمر له سپېدو تر ماښامه وخاندم.وبه خاندم چې تاهېره کړم او پسې خاندم به چې ځان هم راڅخه هېر شي.تر هغو به وخاندم چې طبیعت په تا وخندوم او تر هغو  به لیونتوب کوم چې تا هم د ځان په څېر لونۍ کړم.

   اې اوښآنو وتښتئ،اې کېږدیو وسوځئ او اې قهرجنو توفانونو سر اوچت کړئ او زما  د نیمګړي ځوانۍ او ناکامو هیلو کسات واخلئ.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

یادونه : پورتنۍ نثري ټوټه د سلیمان لایق صیب له نثري اثر (د اباسین سپېدې ) څخه راخیستل شوی.