غزل
دا وړ خو د میني سفر نـــــــــــــــــــــــه کیږي
تــــــــــــــــــــــــا سره خو ګرانه،خبر نه کیږي
ستا د هېرېدو وعــــــــــــــــــــده مې یاده ده
صبر کنه ،دومره خو ژر نــــــــــــــــــــه کیږي
مینه سر تېري غواړي ســـــــــــــــــــاده یاره
دا قیمار په بل یو هنر نـــــــــــــــــــــــه کیږي
یو د ستــــــــــــــا فراق ته تم کېدی نه شم
نور مې له هیڅ شي نــــــــــــه خطر نه کیږي
هر څومره که ژاړمه په تــــــــــــــــــــــــا پسې
ستــــــــــــــا په سخت زړه ولې اثر نه کیږي
شېخه ! اوس د مینې دام کې ګیر یـــــــمه
ته به رښتیا وایې ،مګر نـــــــــــــــــــه کیږي
تـــــــــــــــــــــــــــــــــا پسې له هره کاره وواته
دومره دې هم ترس په ګوهر نــــــــــه کیږي
----------------
شرنه -پکتیکا