د الفت ميكده
د الفت د ميكدې چي څوك ميخور وي
لكه تاك په هر يو رگ كې به يې شور وي
په ځلانده مخ يې ژر دوكه ونه خورې
هسي نه لكه ائينه بل مخ يې تور وي
فقط اوس زما د سترګو كعبه نه يې
په لحد كي به مي هم مخ ستا په لور وي
ستورو لپې وي رڼا ته يې نيولي
د زلفانو په ماښام كي يې شبكور وي
د منگي په څاڅكو لوند سالو كي راغله
په لمن لكه د غره لاله زار خور وي
د اسمان دشته وړه ورته ښكاريږي
چې "حسن" د تفكر په نيلي سپور وي
شاعر ډاکتر حسن- رالیږونکی هلال احمد
شعرونه