غزل

 

یو څوک د میني سوال کوي پــــــــــه وره پوري ولاړ دی

مـــــــــــــــــا ورکړ ورته ،پوري راغی زړه پوري ولا ړ دی

نـــــــــــــــــه حسن د یوسف شته او نه مینه د مجنون شته

حیران یم چې نو دا سړی په څــــــــــــــــــــه پوري ولاړ دی

دا څومره میلمه پـــــــــــــــــــال دی ،دروازې نه رابهر دی

تر څو چې پنــــــــــــــــــــــــــــاه کېږم تر هغه پوري ولاړ دی

په ښار کې يې زړه تنګ شو ،په ژړا او پــــــه سلګو دی

د غره سړی راغلی دی پـــــــــــــــــــــــه غره پوري ولاړ دی

مـــــــــــــــــــــــــلا راځه په مینه خوږ یاسین راباندي وایه

مرګ راغی روح مې غواړي بس تــــر ده پوري ولاړ دی

ـــــــــــــــــــــ

محمد یاسین یاسین -پښتون غږ رادیو