ظلم که زيــات وي او که کم د سړي زړۀ دردوي
ته هم لږ پـــــــــــام کوه صنم،د سړي زړۀ دردوي
ځمه روان يم مېکدې تـــــــه خو خفه چې نه شې
ملا،دا بعضې وخت کې غم دسړي زړۀ دردوي
نور يې زغملی نشم ، نور يې توان نــــــــه لرمه
دا هر خوا وينې هر خوا بــــم د سړي زړۀ دردوي
هو په کابل کې راته ځان څه مسافر شان ښکاري
ياد ،پېښوره ستـــــــــــا د چم د سړي زړۀ دردوي
راځه په يو دم عزرايله رانه ســـــــــــــــــــاه وباسه
مرګ د ژوندون په هر قـــــدم د سړي زړۀ دردوي