غزل

سوزې مې په څه په سره انګار بــــــــــــــاندې جـــــــــانانه

مه ږده شنه خالونه په رخسار باندې جــــــــــــــــــــــــــانانه

زړه مې نور زخمي دی او وتلی دی له کــــــــــــــــــــــــــــاره

غمونه راکوه خو لږ په شمار باندې جــــــــــــــــــــــــــــانانه

کرۍ شپه مې په غېږ کــــــــې د شبنم غوندې وې پروت

مه پاڅیږه اوس په شنه سهار باندې جــــــــــــــــــــــــــانانه

بیا به هم په جـــــاره ستا د میني اعــــــــــــــــــــــــلان وکړم

که شمه د منصور غوندې په دار باندې جــــــــــــــــــانانه

تا چې له غماز سره لاس یو کړ زمــــــــــــــــــــــــــا مرګ ته

زړه مې درنه تور شو په دې کار باندې جانـــــــــــــــــــــانه

غلی مه تېریږه ګوره لاس کړه راتـــــــــه پورتـــــــــــــــــــــــه

کله مې چې راشې په مزار بــــــــــــــاندې جـــــــــــــــــــانانه

بس دی کنه نور د سپینې خولې وعـــــــــــــــده  پوره کړه

مړ دې  کړ ګوهر په انتظار بـــــــــــــاندې جـــــــــــــــــــانانه

*******

شرنه -پکتیکا