درنه لوګی درنه قربان راپسي وبه ژاړي

جانانه وبه کړې ارمان راپسي وبه ژاړې

اوس مې په حال باندي خندا کړه هیڅ خبره نه ده

چې کله مړ شم په ایمان راپسي وبه ژاړې

زه به د تلو اجازه درکړمه خو دومره واوره

ځي به د اوشکي په ګریوان راپسي وبه ژاړې

تل به دي نه وي دغه سره لبان او توري سترګي

چې کله تیر دي شي دوران راپسي وبه ژاړې

له ډير کبره نه راګورې نه مي اخلې سلام

په خپلو کړو به شې پښیمان راپسي وبه ژاړې

دا د هجران اوږدې اوږدې شپې به په تا هم راځي

شمیرې به ستوري د اسمان راپسي وبه ژاړې

دومره خو پوه یم چې ګوهر به درته نه یادیږم

خو چې دروامي خلې دیوان راپسي وبه ژاړې