سر ورکوي او له دښمنه خپله مځکه اخلي

د سرو لعلونو خزانه نن په کونجکه اخلي

دا خو نو مځکه او اسمان ما په شریکه وژني

چې سر مې ته کوټې او روح مې ملایکه اخلي

ستا غوندې قهر به لري، د یو چا سر که وهي

ستا غوندي سترګي به یې وي د یو چا زړه که اخلي

دا ډيره ګرانه ده چې روغه ککرۍ به باسې

په دې وطن کي هر سړی کار له کوتکه اخلي

د ستا د زلفو خوشبویي لا په هوا کې پاته

درویش په ژوند ځکه راضي دی او سا ځکه اخلي

 

یادونه : پورتني غزل د شاعر درویش دراني له شعري ټولګې : په کاڼي کې هنداره : څخه راخیستل شوی