په ټول عمر کې مـــــــــــــــــــــا دغه خطا کړې ده بس
چې مینه مې له تـــــــــــــــــاسره رښتیا کړې ده بس
دا ولې مې تر اوسه نـــــــــــــــــــه هېریږي هغه کس
هغه خو مــــــــــــــــــــــــاته یو ځلي خندا کړې ده بس
خدای خو دې زمــــــــا په حال کړه یو واري جانانه
هر وخت مې ستــــــــــا له پاره دا دعا کړې ده بس
زمـــــا د ژړا ګــــــــــــــــــــــانو او غمونو په بدل کې
جـــــــــــــــــــــــــــــانانه تا له ما سره جفا کړې ده بس
سرونه مو له تنه بېلوي او راتـــــــــــــــــــــــــه وایي
یۍ تاسو کــــــــــــــافران ،تاسو خطا کړې ده بس
نه خوب ؤه،نه خـــــندا وه نه خوښي وه نه مستي
په عشق کې مـــــــا ګوهره صرف ژړا کړې ده بس
شرنه،پکتیکا