خپلي زندګۍ نه پـــــــــه تنګ شوی یم
یاره له ځوانۍ نـــــــه په تنګ شوی یم
زه خو دې د خلکو د خنـــــــــــــــدا کړمه
بس ستـــا له یارۍ نه په تنګ شوی یم
نور دې د ژړا کیسه کې نــــــــــــــــــه یمه
نور دې له ټګۍ نــــــه په تنګ شوی یم
زه خـــــــــــــو يې له ښې شمري وویستم
بس له دې جینۍ نـــه په تنګ شوی یم
کله به له دې عذاب نــــــه خلاص شمه
یـــــــــاره پردیسۍ نه په تنګ شوی یم
د خپـــــــل زړه درد د زړه په وینو لیکم
ګوهره شــــــــاعرۍ نه په تنګ شوی یم
ګوهر،شرنه پکتیکا