غزل

 

ستاد سپیني خولې وعدې راتــــه یادیږي
هغه  تېري ورځي شپې راته یـــــــــــــادیږي

لکه ستوری تر سهــــــاره پوري ویښ یم
ستا د نیمو شپو کیسې راتـــــــه یادیږي

چې هر څو یې هېرومــــــــه ،هېرومــــــــــــه
هومره زیـــــــاته خدای منې ،راته یادیږي

ستا د هجر درد مې زړه کي لا موجود دی
لا تر اوسه هــــــــــــــــــا شیبې راته یادیږي

لکه شمع تر سهـــــــــــــــــاره پوري سوځم
تویومه اوښکي مړې، راته یـــــــــادیږي

آ ،ګوهر غریب بــــــــه څنګه وي همزولو؟
نن خو ډير بې اندازې راتـــــــــــــه یادیږي