چی دا ستا نمجنو سترګو ته می خیال شو
هغه دم می په منځ مات د زړګی لال شو
خپل جانان به می سبب د رنځورتیا شی
صرف رښتونکی یو پالی او بل یی پال شو
چی زړه واخلی په اسانه یی ورمات کړی
کمالونو کی دی دا یو لوی کمال شو
د سپرلی غوندی می زړه ته وی راغلی
اوس چی لاړی راته جوړ د فکر ټال شو
محبت هسی کانی راباندی وکړی
په نصیب می د ژوند هر موسم زوال شو
د حالاتو سری غرمی وی سوځیدم پری
جوړ زما له پاکو اوښکو پشکال شو
دروغجنه ستا په خوله می باور نه شی
د وعدو دی راته دا څلورم کال شو
دی مغول مغول حالاتو د پښتون ته
نه پیدا کوم پیر روښان شو نه خوشال شو
اوس هغه ګلالۍ نه یم خوش خندانه
اوس می ژوند د شنو ازغیو په مثال شو
شعرونه