د رحمت الله درد د غزل په لیکه
زما په حال چې اوس خندا نه کوي ،څه به کوي؟
بي وفا یار چې مي اوس دا نه کوي .څه به کوي؟
دده د لاسه خو ما ټولي رشتي پریشولې
هغه ظالم چې اوس وفا نه کوې ،څه به کوي؟
د پله په څیر چی دې په نیمه لار کي پریشولم
مسافر زړه چي مې ښیرا نه کوي ،څه به کوي
زما قاتل خو ددې وخت په انتظار کي ناست وه
زما په سر چی اوس سودا نه کوي،څه به کوي
یار یی د دده په مخ کي بل ته ګوري بل ته خاندی
ګوهر غریب چی اوس ژړا نه کوي،څه به کوي
ګوهر ،پکتیکا
26.01.2011
- انعام الله ګوهر
غزل
خیال ؤ،تصور ؤ، وسوسه وه او که ته وې ؟
هیڅ نه ؤ،د اوبو په سر څپه وه او که ته وې ؟
ستورو کې،په لمر کې،په سپوږمۍ کې مې لیدلې
حیران وم چې دا ورځ وه او که شپه وه او که ته وې !
لږ چې درنه...
20.02.2011
- انعام الله ګوهر
چی دا ستا نمجنو سترګو ته می خیال شوهغه دم می په منځ مات د زړګی لال شو خپل جانان به می سبب د رنځورتیا شیصرف رښتونکی یو پالی او بل یی پال شو چی زړه واخلی په اسانه یی ورمات کړیکمالونو کی دی دا یو لوی کمال شود سپرلی غوندی می زړه ته وی راغلیاوس چی لاړی راته جوړ د فکر ټال شومحبت هسی کانی راباندی وکړی په نصیب می د ژوند هر موسم زوال شو د حالاتو سری غرمی وی سوځیدم پریجوړ زما له پاکو...