غزل

خیال ؤ،تصور ؤ، وسوسه وه او که ته وې ؟

هیڅ نه ؤ،د اوبو په سر څپه وه او که ته وې ؟

ستورو کې،په لمر کې،په سپوږمۍ کې مې لیدلې

حیران وم چې دا ورځ وه او که شپه وه او که ته وې !

لږ چې درنه اخوا شوم جانانه نو دې هیر کړم

هسي له شیشې جوړه ایینه وه او که ته وې !

په هر غم،هره خوښۍ او هره لار به راسره ؤ

جانانه دا زما خپله سایه وه او که  ته وې !؟

ستا نه وروسته ولي دغه ژوند راباندي بوج دی

د ژوند د تیرولو بهانه وه او که ته وې !

 

ګوهر پکتیکا