ازاد نظم .................جرم
ډېره موده وشوله
چې له خپل ځانه خفه شوی یمه
بس له جانانه خفه شوی یمه
هر یو نفر راته پردی ښکاریږي
له درست جهانه خفه شوی یمه
ژوند مې د هغه مسافر غوندې دی
چې خپل وطن نه لري ،کور نه لري
د خپل زخمي زړګي ټکور نه لري
ټوله شپه داسي په ژړا تېره کړم
لکه یتیم چې پلار نه لري مور نه لري
ژوند مې تېریږي داسې
لکه دا ژوند چې وي راکړی چا قرضه کې ماته
او زه لګیا یم هغه پور اوباسم
نن په دې لټه کې شوم
چې زما جرم څه دی او په څه خفه یم
په هر یو لوري مې د فکر اس ښه وځغلاوه
بلا بلا سوچونه زړه ته راغلل
دا به د چا قصور د چا وجه وي؟
دا به د هغه بې وفا وجه وې؟
نه نه
عشق او دردونه خو تړلي سره
ژوند او غمونه خو تړلي سره
نو بیا به څه وجه وي
دا د یارانو بې غوري کېدای شي
دا د ملګرو بې رخې کېدای شي
نه نه رښتیا اوس پوه شومه زه
زما یوازي جرم دا دی
چې دنیا نه لرم غریب یمه زه